د لاس رسي وړ اتصالات

انجلینا جولي د لږکیو د حال معلومولو لپاره برما ته تللې ده


A ball of fire rises from a building following a reported airstrike by Syrian government forces on a rebel-held area in the southern city of Daraa.
A ball of fire rises from a building following a reported airstrike by Syrian government forces on a rebel-held area in the southern city of Daraa.

د هالیوډ سینما وتلې څېره او د بشر د حقونو مبارزه، انجلینا جولي برما میانمار ته تللې ده.

انجلینا جولي په یانګون کې د میانمار د روهینگا د لږکي قوم له یو شمېر خلکو سره ولیدل چې د بې ځایه شوو اقلیتونو د ژوند شرایطو ته د نورو خلکو اپام واړوي.

هغې وویل په میانمار یا برما کې د بې ځایه شویو خلکو وضعیت بی حده خراب دی.

جولی د راکهین په ایالت کې د روهینگا د بی ځایه شوو خلکو د ځینو کسانو سره د لیدلو نه وروسته وویل چې د روهینگا د قوم خلک د قومي بنیاد په اساس د تشدد او جگړو نه کړیدلي دي.

جولي د ملگرو ملتونو په نمایندگۍ میانمار ته په څلور ورځني سفر تللې ده.

انجلینا جولي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم ده، د برما د جمهور ریس تین شین او د ډیموکراسۍ د رهبرې انگ سان سوچې سره وکتل.

جولي په میانمار کې خبریالانو ته وویل چې د ښځو ژوند ډیر سخت دی، جنسي تیری پرې شوی، قاچاق شویدي، او بشري حقوق یې تر پښو لاندي شویدي.

هغې د دغو ښځو سره د طبي مرستو او قانونی ملاتړ غږ وکړ، او همدغه راز یې د یو قوی قانوني پرگرام غږ وکړ چې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې په ښځو جنسي تیری کړیدی.

XS
SM
MD
LG