د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د تېزو توپ اچوونکو لټون پیل کړی- کرکټ


د افغانستان کرکټ بورډ د نویو تېزو او چټکو توپ اچوونکو د موندلو ازموینه او لړۍ پیل کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورد چارواکي وايي چې دوی د فست بالرانو یا چټکو توپ اچوونکو د کموالي سره مخ و.

د بورډ د پراختیايي څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي امریکا غږ ته وویل"په فست بالرانو کې مو کمی درلوده، کله چې حمید حسن ژوبل شو د هغه تشه چا نشوه ډکولی، دولت ځدران راغی ډېرې هلې ځلې یې وکړې او تر اوسه زمو په توپ اچونې کې ستوری لوبغاړی دی."

ځينې ځوان بالران چې په یادو آزموینو کې یې ګډون کړی دی.
ځينې ځوان بالران چې په یادو آزموینو کې یې ګډون کړی دی.

دا ازموینه په کابل او نورو ولایتونو کې اخیستل کیږي/ اخیستل شوې ده. ښاغلی عبدالرحیمزی وايي چې بالران د یو لړ مشخصو شرایطو له مخې غوره کړل کیږي.

هغه وویل "د فست بالر رفتار ته ګورو، موږ هغه بالران ټاکو چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو نه کم او د ۲۲ نه ډېر نه وي تر څو په دوی سم کار وکړای شو."

ښاغلی عبدالرحیم زی وايي تر اوسه یې په آزموینې کې داسې بالر هم موندلی چې تر ۱۴۰ پورې یې د توپ اچوونې سرعت دی.

هغه وايي موږ په دې بالرانو کار کوو تر څو د دوی د توپ اچونې سرعت ډېر او نورې هغه ځانګړنې چې یو ښه لوبغاړی یې باید ولري پکې پیاوړې شي.

آزموینې یا د غوره لوبغاړو موندل د افغانستان په شپږو زونونو، بست، مس عینک، آمو، سپین غر، بند امیر او د مرکز زون کې اخیستل کیږي.

هغه توپ اچوونکي چې په دې ټرایل کې کامیابيږي له ټولو زونونو نه کابل ته راغوښتل کېږي. وروسته بیا د هغوی تر منځ تر ټولو غوره بالران ټاکل کېږي. له هغه وروسته بیا لږ شمېر بالران د ښو روزونو لپاره د افغانستان نه بهر ته (ښايي هند ته) ولېږل شي.

افغانستان کې د تېزو توپ اچوونکو د موندلو هلې ځلې- کرکټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

یو ځوان بالر مدثر له بغلان ولایت نه کابل ته راغلی دی. هغه وایي د افغانستان ملي لوبډله چټکو توپ اچوونکو ته ډېره اړتیا لري. هغه وویل "آزمونیه مې ورکړه، پکې کامیاب شوم او غواړم په راتلونکي کې افغانستان ته یو ښه بالر اوسم."

د روان کال د غبرګولي په ۲۴مه د افغانستان د کرکټ ډکر ته یوه تاریخي ورځ وه.

د ټست په دې سیالۍ کې افغانستان د هند سره مخامخ شو. افغانستان د دې لوبې ګټونکی نه شو خو ښايي ډېر څه یې ترې زده کړې وي.

افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه د راشد خان، محمد نبي او مجیب غوندې ورو توپ اچوونکي لري، خو غواړي چې چټک توپ اچوونکي هم پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG