د لاس رسي وړ اتصالات

نغمه: میړه مې د یو جهادي زوی دی خو د پلار په لاره نه ځي


نغمه وايي، د بې وسو او فقیرو هنرمندانو سره د مرستې لپاره یې 'نغمه فونډیشن' جوړ کړی.
نغمه وايي، د بې وسو او فقیرو هنرمندانو سره د مرستې لپاره یې 'نغمه فونډیشن' جوړ کړی.

پېژندل شوې سندرغاړې ښاپيرۍ نغمه له امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې په خپل شخصي ژوند غږېدلې.

ښاپيرۍ نغمه چې په کابل کې ده او غواړي د نوي کال د نوې ورځې په مناسبت سندرې ووايي، امریکا غږ اشنا تلویزیون ته د خپل پخواني خاوند منګل په اړه ځینې څرګندونې کړي.

نغمه وايي، د بې وسو او فقیرو هنرمندانو سره د مرستې لپاره یې 'نغمه فونډیشن' هم جوړ کړی.

ښاپیرۍ نغمه وايي، له شپاړس کلنۍ یې هنر ته مخه کړې، ۳۰ کاله کیږي چې سندرې وایي او پدې هنري ژوند کې تر پخوا اوس زیاته ځان بریالۍ احساسوي.

Naghma interview
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00

نغمه وايي غواړي پخوانۍ افغاني موسیقي د خپلو هنري فعالیتونو له لارې ژوندۍ وساتي. هغه افغانې موسیقۍ ته د غربي موسیقۍ له راوړلو سره مخالفه ده.

ښاپیرۍ نغمه وايي څلور بچیان لري، دوه یې لوڼې او دوه یې زامن دي، ژوند په امریکا او اسلام اباد کې کوي. افغانستان ته کله نا کله راځي. د نوي لمریز کال د پسرلي لپاره یې هم سندرې ویلي. تازه یې څو سندرې راوتي.

ښاپیرۍ نغمه هغه سندرغاړې ده، چې په درې لسیزه هنري ژوند کې یې پراخ شهرت موندلی او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې یې خلک پيژني، دا هنرپاله وايي د عمر ترپایه به خپل هنر پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG