د لاس رسي وړ اتصالات

نی وايي افغان حکومت رسنیز سانسور کوي


د نی رئیس مجیب خلوتگر، وایي چې د افغانستان په رسنیو کې سانسور اوج ته رسیدلی.
د نی رئیس مجیب خلوتگر، وایي چې د افغانستان په رسنیو کې سانسور اوج ته رسیدلی.

یوه نوې سروې ښيي چې حکومت، سیمه ییز زورواکي، د رسنیو خاوندان او طالبان په افغانستان کې پر رسنیو سانسور لګوي. دغه سروې د نی یا د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې سازمان تر سره کړی ده. د دې ادارې موندنې ښي چې تر ټولو زیات سانسور د کابل په رسنیو کې ترسره کیږي.

د نی د دفتر مسولین وایي چې دا پلټنه په ٢٥ ولایتونو کې د ٣٣٥ خبریالانو سره د مرکو په نتیجه کې شوی دی او په دې ډله کې په سلو کې ٧٢ ځواب ورکوونکو په رسنیو کې سانسور ډیر جدي په گوته کړی دی.

د نی مشر مجیب خلوتگر، ددې سروې د خپرولو په مراسمو کې وویل چې د افغانستان په رسنیو کې سانسور اوج ته رسیدلی. هغه زیاته کړه چې د سانسور نیمایي برخه د حکومت له لورې عملي کیږي.

د نی د سروې په بنسټ د سانسور زیاته برخه چې د حکومت له خوا پر خبریالانو باندې تحملیږي د امنیتي او پوځي مسایلو په اړوند دی. د دې ټولنې پر وینا د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د امنیتي او پوځي مسایلو په اړه د خبرونو د خپرولو مخنیوی وکړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت تل هڅه کړې ده هغه معلومات چې سخت محرم نه وي له رسنیو سره شریک کړي. هغه زیاته کړه چې د ورځنیو معلوماتو سربیره د کورنیو چارو وزارت په هرو شپږو میاشتو کې د امنیتي پیښو په هکله یو مفصل رپوټ رسنیو ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG