د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ وتړل شوه


د نۍ دفتر وایي له شاوخوا ۱۷ کالونو راهېسې یې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د دفاع لپاره کاره کاوه
د نۍ دفتر وایي له شاوخوا ۱۷ کالونو راهېسې یې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د دفاع لپاره کاره کاوه

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ وایي چې د «نامساعدو شرایطو» له کبله یې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د نۍ د دفتر مشر مجیب خلوتګر په یو ویدیویي پیغام کې ویلي دي: «په اوسني وخت کې په افغانستان کې سیاسي وضعیت او نامساعدو شرایطو ته په کتو، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نۍ رهبري د ۱۴۰۲ د جدي په میاشت کې په خپلې وروستۍ غونډې کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې دننه د نۍ فعالیتونه په موقت ډول بند کړي.»

د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ دغې ادارې له شاوخوا ۱۷ کالونو راهېسې په افغانستان کې فعالیت کاوه او د رسنیو په دفاع کې یې غږ اوچت کړی دی.

نوموړي وویل چې له دې وروسته هېڅ کس نه شي کولای چې په حکمي او حقیقي ډول د نۍ استازیتوب وکړي. هغه هیله وښوده چې د افغانستان په سیاسي او اجتماعي وضعیت کې مثبت تغیرات راشي او دوی یو ځل بیا فعالیت پیل کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، نۍ په مسلسل ډول د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیولو، بندي کولو او د رسنیو د ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې دا کارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

د طالبانو له بیا راتګ وروسته په رسنیو باندې فشارونه او محدودیتونه زیات شوي او له همدې کبله په تېرو دوو کالونو کې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي دي.

د بې پولو خبریالانو سازمان څو میاشتې مخکې وویل چې د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ خبریالانو کار کاوه چې تقریبآ ۸۰۰۰ یې دندې پرېښي او په دوی کې یې ۸۰ سلنه ښځې دي.

دغه سازمان وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ۵۴۷ رسنۍ، ۸۰ تلویزوني شبکې، ۱۳۷ رایډیوګانې او ۱۳ اژانسونه بند شوي‌دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG