د لاس رسي وړ اتصالات

ار ایس ایف: واک ته د طالبانو رسیدلو وروسته ۸۰٪ ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان "ار ایس ایف" افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغان خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په تیرو نږدې دوه کلونو کې افغان رسنۍ له منځه تللو سره مخ شوي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د جمعې په ورځ ناوخته اګست ۱۱ (زمري۲۰) افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یو تفصیلي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

دغه راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو خپل کار پریښی دی او د نږدې ۱۲ زرو ښځینه او نارینه خبریالانو چې د ۲۰۲۱ کال کې یې په دغه هیواد کې کار کوه د دریو څخه له دوه برخو زیاتو یې خپل مسلک پریښی دی. په تیرو دوو کلنو کې رسنۍ له منځه تللو سره مخ شوي دي".

د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې په دغه راپور کې د افغانستان په دننه او بهر کې د هغو افغان خبریالانو سره چې، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو او رسنیو د ځپلو د اقداماتو سره سره د ازادو رسنیو د فعالیت د دوام لپاره هڅې کوي خبرې کړي دي.

کابل کې یوې ښځینه خبریالې چې لا هم یو تلویزیون سره کار کوي ویلی: "د هرې ورځې په تیریدو وضعیت لا خرابیږي...زه په پرله پسې ډول د پیښو د پوښښ له حق څخه ددې له امله محرومه شوې یم چې ښځه یم".

دغې خبریالې، چې په راپور کې یې نوم نه دی ښودل شوی ویلي: "د یوې خبریالې په توګه زه هرڅه چې ترسره کوم باید دوه ځلې په اړه یې فکر وکړم".

هغې وویل، چې هرځل چې تلویزیون کې د کمرې مخ ته ودریږي باید ماسک ولري: "ښځینه خبریالانې خبري مسایلو په سر د بحث په خپرونو کې د سړو سره برخه نشي اخیستلی او له سړو پوښتنې نشي کولی. ددې له امله ډیرې ښځینه خبریالانې دې ته اړ شوې، چې خپلې دندې پریږدي. ډیرو پریکړه وکړه، چې د رسنیو د خبرونو څانګې پریږدي او ددې پر ځای، چې پر خپلو دفترونو په میزونو د بندیتوب احساس وکړي دا یې ښه وګڼله چې کور کې پاتې شي".

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له خوا د همیشه بهار د تلویزیون او راډیو تړل په دې برخه کې د یو وروستي مثال په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې طالبانو دا رسنۍ او د ځوانانو راډیو د څپو د لیږد دستګاه د شریعت د قانون له مخې تړلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د ځوانانو راډیو د څپو لیږدونکي دستګاه ته تیره ورځ بیرته د فعالیت اجازه ورکړې ده، خو همیشه بهار تلویزیون لا هم تړلی دی.

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیرنو له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوي سټیشنونو څخه ۱۷۰ یې لا هم فعالیت کوي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس مهال ۱۸ اژانسونه لا هم فعال دي.

په دغه راپور کې د "نۍ" په نوم د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې د مدیر ظریف کریمي له قوله ویل شوي، چې په ټول هیواد کې تر ټولو اغیز لرونکي رسنۍ سیمه ییزې رسنۍ دي".

هغه زیاته کړې: "که چیرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي ډیرې زیاتې نورې رسنۍ به دې ته اړ شي، چې خپلې دروازې وتړي. ددې پایله داده، چې اوس مهال افغان خبریالان د هویت بحران تجربه کوي".

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د جنوبي اسیا د څانګې یو چارواکي په دغه راپور کې پر رسنیو باندې د طالبانو د تخریبي اقداماتواغیزو یادونه کړې او ویلي دي، چې د افغانستان په دننه او بهر کې د افغان خبریالانو د هرې ورځې د مبارزې او هڅو له امله په دغه هیواد کې لا د ازادو رسنیو لمبه بله پاتې شوې ده.

دغه چارواکي ویلي: " ر ایس ایف هغوی سره په څنګ کې ولاړ دی، ورته عاجلې مرستې برابروي او په افغانستان کې د یو نوي، ازاد او ځپلواک ژورنالیزم په رامنځ ته کولو کې ورسره مرسته کوي".

افغان خبریالانو ته د ملاتړ برابرول

"ار ایس ایف"په دغه راپور کې ویلي، چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې ددغه سازمان د خبریالانو سره د مرستې د څانګې نړیوال سکتریت د ۸۶ افغان خبریالانو، چې غوښتل یې په یو درییم هیواد کې پناه واخلي د ویزې د غوښتلیکونو څخه ملاتړ کړی دی.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ د جنورۍ د میاشتې راهیسې یې دغسې ۸۹ غوښتلیکونو څخه ملاتړ کړی دی.

ار ایس ایف ویلي: "د سیاسي پناه د اخیستلو غوښتنلیکونو څخه ملاتړ هم دوام لري. په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو د ۳۶ مسلکي کارکوونکو ملاتړ شوی او د ۲۰۲۳ له پیل څخه ۱۵ نورو ته دغسې ملاتړ برابر شوی دی.

ددې لپاره، چې د ګواښ لاندې خبریالانو ته ملاتړ برابر شي "ار ایس ایف" دغسې خبریالانو ته د هغوی د عاجلو اړتیاو د پوره کولو لپاره په ځانګړي ډول هغوی چې په درییمګړي هیواد کې بیا میشت کیږي مالي ملاتړ د بسپنې په ډول هم برابروي.

په ۲۰۲۲ کال کې دا ډول مرستې له سلو خبریالانو څخه د زیاتو خبریالانو ته برابرې شوي او د ۲۰۲۳ په لومړیو اوو میاشتو کې هم ۷۹ خبریالانو ته دغسې مرستې برابرې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG