د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار فارمونو پر ٣٠٠٠ هکتاره ځمکه د غنمو کرنه پیل شوه


د ننګرهار فارمونو پر ٣٠٠٠ هکتاره ځمکه د غنمو کرنه پیل شوه
د ننګرهار فارمونو پر ٣٠٠٠ هکتاره ځمکه د غنمو کرنه پیل شوه

د ننګرهار فارمونه د سيمې په کچه وتلى نوم لري.

دغو فارمونو د سيمې چاپيريال ښکلى کړى اوپاک يې ساتلى دى. څه باندې شل کاله وړاندې په دغوفارمونو کې غنم او نورسابه کرل کېدل خو څو کلنې کورنۍ جګړې ددغوفارمونو ښکلا لولپه کړه تراوږده درويشت کلن ځنډ وروسته د سيمې چارواکي ايله تردې وتوانېدل چې دغه فارمونه لومړى د غاصبينو له منګولو وژغوري اوس مهال د زيتونو فارمونو پر دري زره هکتاره زراعتي ځمکه د اصلاح شويو غنمو کرکيلى پېل شو چې دغه لړۍ لاروانه ده.

د کانال او ناوې د پراختيا رياست رئيس انجينر حکيم په وينا دوي اوس مهال له ننګرهار بريښنا بند څخه د غځيدلي ٨٥ کيلو متره اوږد کانال د زيتونو فارمونو پر دري زره هکتاره کرنيزه ځمکه د غنمو کر پېل کړى دى.

انجينر حکيم وايي د کرنې او مالدارۍ وزارت په مرسته يې دغې ځمکې ته چې دوه نيمي لسيزي خپلسرو کرله دري سوه ٧٥ مټريک ټنه د غنمو اصلاح شوې تخم پيدا او ک يې پرې پېل کړ.

نوموړې داهم وويل تر کانال لاندې ١١ زره هکتاره دولتي او ١٤ زره هکتاره شخصي ځمکه خړوبيږي چې له تېرکال راهېسې د سترسو او زيتونو د باغونو جوړولوجارې پرې هم پيل کړې دي .

انجينرحکيم وايي د کانال پروژه د هيواد په کچه يوازينې کرنيز کمپلکس دې چې له درويشت کلنو راهېسې له فغاليت څخه لويدلي و.

نوموړې وويل دوي تېرکال ايله پردې وتوانېدل چې ددغو فارمونو رغونه امريکا متحده ايالاتو د کرنيز پراختيايې ټيم په دوه مليونه امريکايې ډالره پېل کړي چې ددغې پروژې له لارې به د سږکال تر پايه پر ١٧٥٠هکتاره ځمکه د مالټو او زيتونو ټول فارمونه ورغول شي.

دى وايي د پخوانيو باغونو د رغونې ترڅنګ يې تېر کال دوه سوه هکتاره د مالټو او ٦٠ هکتاره د زيتونو نوي باغونه هم جوړکړي سږ يې هم داپتېلې چې په همدغه اندازه نوي باغونه کينوي

انجينر حکيم وايي د سږنيو کرل شويو غنمو پرمټ به ننګرهار د اصلاح شوو تخمونو په برخه کې پرځان بسيا شي.

ده زېرى ورکړ چې په راتلونکې غنم لوکې به له دغو کرل شويو غنمو څخه لس زره مټريک ټنه غله تر لاسه شي انجينرحکيم دکانال دپروژې دتاريخي پس منظر په باب هم دامعلومات ورکړل چې دده په وينا دغه کانال دپلان له مخې د٣١زره هکتاره ځمکې دخړوبولولپاره جوړشوى وخواوس مهال يې له دغې کچې څخه ايله ٢٥زره جريبه ځمکه خړوب کړې ده چې له دغې شمېرې څخه ١١هکتاره دولتي ځمکه ده چې څلورفارمونه په کې جوړشوي دي اوپاتې نوره ځمکه دخلکوشخصي ځمکه ده انجينر داهم وويل چې دهډې فارم ونې دبرېښنا دنشتوالي له امله مخ په وچېدودي ده وويل دغه نننۍ برېښنا چې په ښار کې ترې ګټه اخستل کېږي دا اصلا د هډې فارم دځمکې خړوبولولپاره جوړه شوې خواوس دوي ترې بې برخې دي دى وايي دوي دهډې په فارم کې څلورزره هکتاره ځمکه د کرکيلې لپاره لرله خواوس ايله پرزرجريبه ځمکه دوي شنه بوټي لري نوروچ شوي دي ده اندېښنه وښوده چې که دوي همداسې د برېښنا له ستونزو سره مخامخ وي نوپاتې ځمکه هم په خطرکې ده دى وايي دهمدغوستونزوله امله اوه اته درجې په حرارت کې توپير راغلى هوا ددوبي پرمهال توده وي که چېرته داحالت همداسې دوام ومومي نوښار به دحرارت درجې دلوړېدوله امله له استوګنې ووځي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انجينر محمد حسين ساپي بيا دغنموکرکيلي په اړه وويل ننګرهار سل زره هکتاره کرنيزه ځمکه لري چې په منځنې کچه پرې اويا په سلوکې غنم کرل کيږي.

ساپي وويل د ننګرهار بزګران هرکال له اوه زره څخه تر لس زره مټريک ټنو اصلاح شوو تخمونو ته اړتيا لري.

ساپى وايي که کال بارانې وي تمه لري چې د اصلاح شوي تخمونه د کانال له ځمکې پوره او د نږدي ولايتونو اړتيا ته به هم پوره کړي .

نوموړې وويل چې تېر کال په ننګرهار کې ٢٥٠ زره مټريک ټنه غنم ددغه ولايت له اويا فيصده ځمکې څخه لاسته ورغلي وو.

د ننګرهار کانال او ناوې پراختيا پروژي دکورنيوجګړوله پيله وړاندې لس زره تنه کار کوونکې لرل چې اوس دغه کچه ٨٥٠ تنو ته راټيټه شوې ده.

دسيمې خلک ددغه ولايت داقتصادي پرمختګ اوخلکوته دکارموندلولپاره دکانال دبيارغولوسپارښتنه کوي اووايي دکانال په رغولوسره نه يوازي خلکوته کارپيداکېږي ترڅنګ يې دسيمې پرهواهم ښه اغېز کولاي شي.

XS
SM
MD
LG