د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د کوکنارو کښت ۴۵ فیصده ډیر شوی


د ننګرهارپه ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي د تېر کال په پرتله د کوکنارو په کرلو کې پنځه څلوېښت فیصده زیاتوالی راغلی دی،

چارواکي وايي کروندګرو ته د بدیلو پروژو په لټه کې دي. بزګران بیا وايي که حکومت یې غم وخوري نو د کوکنارو له کرلو څخه به لاس واخلي.

د ننګرهار په سره رود کې کروندګر د کوکنارو د کرلي فصل وروستۍ برخه راټولوي.

دوی راتلونکي ته هم ددغه بوټي د کر لو اراده لري، ځکه غټې غوزې د تخم لپاره بېلوي.

د کروندګرو لویه نیوکه داده چې حکومت د کوکنارو بندول غواړي خو د بزګرو د ژوند ښه کېدو لپاره لاس تر زنې کېښيني.

کوکنار کرونکي په دې پټي کې د نورپرست بوټي د چاپېره زهرجنو غوزو له تاوانه خبر دي، خو وايي که د کوکنارو بدیل یې وموند هماغه به وکري.

ننګرهار کې د تېر په پرتله سږنی کال د کوکنارو فصل نژدې نمايي ډېر شوی ؛ ځکه چارواکي واييحکومت او نړیوالې ټولنې له بزګرو مخ اړولی.

حکومتي مقامات هر کال له کروندګرو سره د مرستو ژمنې کوي، خو د ډېرو په باور د عمل جامې نه ور اغوندي.

کروندګروايي که حکومت یې ملا وتړي نو د کوکنارو له کر سره مخه ښه کولای شي.

XS
SM
MD
LG