د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د کوکنارو فصل اړولو کمپاین پیل شو


په ننګرهار کې د کوکنارو فصل اړولو کمپاین پیل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د ننگرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل شوی دی چې چارواکي وايي ټولو هغو سیمو کې به د کوکنارو فصل اړوي چې حکومت ورته لاسرسی لري.

د غني خېلو ولسوالۍ امنیه قوماندان چې دغې ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو د کمپاین مشري کوي وايي کمپاین ته به ادامه ورکوي.

د ننگرهار ولایت چارواکي وايي ټولو هغو ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین کوي چې تر حکومتي ولکې لاندې سیمې وي.

د ننګرهار والي شا محمود میاخېل وايي سږنی کال د ننګرهار په کچه د کوکنارو فصل کې له نمیايي ډېر کموالی راغلی او په پاتې کوکنارو پسې هم د دوی مبارزه روانه ده.

بل خوا کروندګر وايي حکومت دې له دوی سره مرسته وکړي چې د کوکنارو له کر څخه لاس واخلي.

د رسمي ارقامو له مخې تېر کال ننګرهار کې ۱۸ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، خو چارواکي وايي سږنی کال دغه کچه اته زره هکټاره ته راښکته شوې ده.

XS
SM
MD
LG