د لاس رسي وړ اتصالات

نانسي پلوسي په ارمنستان باندې د اذربایجان 'غیرقانوني' برید وغنده 


نانسي پلوسي
نانسي پلوسي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې مشرې نانسي پلوسي‌ نن یکشنبه سپتمبر ۱۸ (وږې ۲۷) په ارمنستان باندې د اذربایجان برید «غیر قانوني» بللی او هغه یې غندلی دی.

میرمن پلوسي د ارمنستان په مرکز ایروان کې خبریالانو ته وویل: « موږ- د کانګرس په استازیتوب- دا بریدونه، چې د سولې د ډېر ضروري تړون لیدلوری ګواښي، په کلکه غندو.»

نانسي پلوسي همدغه راز وویل چې «ارمنستان موږ ته ځانګړی ارزښت لري او د ارمنستان په قلمرو باندې د اذربایجان د ناقانوني او مرګوني برید څخه وروسته، په امنیت ډېر تمرکز شوی دی». نوموړې دا د «ارمنستان په ځمکنۍ بشپړتیا برید» وباله.

اذربایجان او ارمنستان د ناګورنو-قره باغ د مالکیت دعوه لري او په ۲۰۲۰ کې یې په همدې مسئلې جګړه وکړه چې زرګونه کسان په دواړو خواو کې ووژل شول او بیا د روسیې په منځنګړتوب یې اوربند وکړ او روسیې هم دغې ناندریزې سیمې ته شاوخوا ۲۰۰۰ سوله ساتي ځواکونه واستول.

مګر،‌ تېره اونۍ بیا د دوی ترمنځ نښته وشوه او دواړه خواوې یو بل د جګړې په پيلولولو تورنوي.

د ارمنستان د پارلمان مشر الین سیمنیان وايي چې تازه پیل شوې جګړه د پنجشنبې په شپه ختمه شوه او په دې برخه کې یې د متحدو ایالتونو د منځګړتوب څخه مننه وکړه. روسیې هم د دې جګړې د بندولو هڅه کړې وه،‌ خو نتیجه یې نه وه ورکړې.

د ارمنستان د پارلمان مشر له میرمن پلوسي سره په ګډ کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: «موږ له متحدو ایالتونو څخه خوشحال یو چې په منځګړتوب یې د ماتېدونکي اوربند په اړه تړون ته ورسېدو.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس نانسي پلوسي تېره ورځ په درې ورځني سفر ارمنستان ته رسېدلې ده. دا له ۱۹۹۱ کال څخه راپدیخوا، چې ارمنستان له پخواني شوروي اتحاد څخه ازادي‌ اخیستې، په دې کچه دغه هېواد ته د یو امریکايي مقام لومړی سفر دی.

ارمنستان او اذربایجان د ناګورنو-قره باغ د مالکیت په سره په ۱۹۹۰ کلونو کې هم جګړې کړې او په ۲۰۲۰ کې یې هم وکړه. د ۲۰۲۰ جګړې یې شپږ اونۍ دوام وکړ او شاوخوا ۶۵۰۰ کسان په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG