د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا غږ کنفرانس


په کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا غږ کنفرانس
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت چارواکي وايي، چې پدغه هیواد کې په نشه يي موادو د روږدو شمیره مخ په زیاتیدو ده او په افغانستان کې یې د اعتیاد ستونزه د ترهګرۍ تر ستونزې جدي وبلله.


له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت چارواکي وايي، چې پدغه هیواد کې په نشه يي موادو د روږدو شمیره مخ په زیاتیدو ده او په افغانستان کې یې د اعتیاد ستونزه د ترهګرۍ تر ستونزې جدي وبلله.

دغو چارواکو، چې نن په کابل کې د امریکا غږ له خوا د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د رسنیو د ونډې په اړه یو ورځني کنفرانس کې وینا کوله وویل، چې د نړۍ په کچه د مخدره موادو لوړه تقاضا، په افغانستان کې د دغې پدیدې کښت او تولید زیات کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې یوازې په کابل کې د بې سرپنا معتادینو شمیره څلورو زرو ته رسیږي، دا پداسې حال کې ده، چې د دوی په ويناء درې کاله وړاندې په کابل ښار کې دا شمیره اته سوه معتادینو ته رسیدله.

دوی وايي په تیرو څلورو کلونو کې، یوازې په کابل کې په دې کچه د معتادینو د شمیر زیاتوالی ښيي، چې په دې برخه کې د تازه سروې ترسره کولو ته جدي اړتیا ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مخدره موادو د تقاضا د کچې راټیټولو عمومي رئیس ډاکټر شاهپور یوسف وايي" ان د سیمې په کچه په افغانستان کې د اعتیاد ستونزه مخه په زیاتیدو ده".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو په کابل کې د امریکا غږ له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو د ونډې په یوه ورځني کنفرانس کې ويناء په مهال وویل، چې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو په تیرو پنځو میاشتو کې څه باندې ۷۷۵۰ معتادین د دغه هیواد په لویو ښارونو کې راټول کړي او د درملنې لپاره یې د عامې روغتیا وزارت ته سپارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق چې ددغه کنفرانس ويناء وال وو، وویل پولیسو په دې موده کې د قاچاقبرانو د نیولو لپاره ۱۴۶۰ ځانګړي عملیات هم ترسره کړي او ۱۷۲۹ شکمن کسان یې نیولي دي.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې لویې لاسته راوړنې لري، خو د افغانستان ولسي جرګه وايي چې افغان حکومت په دې مبارزه کې پاتې راغلی دی.
د دغې جرګې د غړي میرویس یاسیني پر وینا، په دې مبارزه کې د پخوا په پرتله د نړېوالې ټولنې د همکاریو ملاتړ هم کم شوی دی.

ښاغلي یاسني له مخدره موادو سره په اغیزمنې مبارزه کې د مطبوعاتو رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د رسنیو د ونډې پر زیاتېدو ټینګار وکړ.

امریکا غږ دا کنفرانس له مخدره موادو سره د مبارې په برخه کې د رسنیو د اغیزمنې ونډې اخیستلو او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو لپاره رابللی وو.

په افغانستان کې د امریکا غږ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پروژې همغږی کوونکی رحیم ګل څاروان وویل" امریکا غږ تر دې مخکې په بلخ، ننګرهار او کندهار کې هم ورته کنفرانسونه دایر کړي وو او داسې کنفرانسونه په عامه پوهاوي کې مهم دي".


په ۲۰۱۵ کال کې د ترسره شوې سروې له مخې، شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي په مستقیم او غیرمستقیم ډول له مخدره موادو څخه زیانمن شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کال کې د څلویښت زرو کسانو د درمنلې ظرفیت لري او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د معتادینو د درمنلې یو لوی مرکز، چې په یو وخت کې د څلور زره کسانو د درملنې ظرفیت لري، په کابل کې جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG