د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو پر ضد د پولیسو وروستي عملیات


تورن کسان په اتو ولایتونو کې له بېلا بېلو نشه يي توکو سره نیول شوي دي.
تورن کسان په اتو ولایتونو کې له بېلا بېلو نشه يي توکو سره نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال یې د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۰ کسان نیولي دي.

دغه معینیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو دغه تورن کسان په هرات، کابل، پروان، خوست، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او کندهار کې له بېلا بېلو نشه يي توکو سره یو ځای نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي "له دوی څخه یو تن په پروان کې د ۱۹ لېټره الکولي مشروباتو د خرڅلاو په تور او یو میل ټي ټي توپنچې سره، یو تن په ننګرهار کې له شپږ ګرامه هیرویینو او یو تن له ۵۰۰ ګرامه چرسو سره، یو تن په کندهار کې له ۱۰۰ ګرامه هیرویینو او شپږ ګرامه شیشې سره، یو تن په هرات کې له ۱۰۰ ګرامه تریاکو او یو بل تن له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ د کشفي مالوماتو پر اساس، یو تن په پکتیکا کې له اووه ګرامه شیشې، ۶ ګرامه چرسو او دوه ګرامه تریاکو سره او بل تن له څه د پاسه څلورو کیلو چرسو سره، یو تن په خوست کې له ۳۱ ګرامه تریاکو سره او یو تن په کابل کې له ۲۳ ګرامه شیشې او نږدې ۶۰۰۰ افغانیو سره نیول شوی دی".

دغه معینت همدارنګه وایي چې په ننګرهار کې په درې جلا عملیاتو کې یې بیا یو تن په جلال اباد ښار کې د ۱۹ کیلو چرسو د قاچاق په تور نیولی او تر څنګ یې په غني خېلو او بهسودو ولسوالیو کې ۱۷۴ کیلو چرس نیولي او ضبط دي.

XS
SM
MD
LG