د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په شپږو ولایتونو کې یې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور اووه کسان نیولي دي.
دغه معینیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تورن کسان په ننګرهار، فراه، بادغیس، نیمروز، پکتیا او پلازمېنه کابل کې نیول شوي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې له تورنو کسانو سره د تریاکو، چرسو، هیرویینو په ګډون یوه اندازه بېلا بېل نشه يي توکي هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د کوکنارو اړولو کمپاین
په ننګرهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له خوا په دغه ولایت کې د کرل شویو کوکنارو اړول ادامه لري.
پولیسو د سه شنبې په ورځ ویلي چې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې یې ۱۳ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
مسئولین وايي په دغه ولایت کې به تر هغه د کوکنارو اړولو کمپاین روان وي چې ټول کرل شوي کوکنار له منځه یوسي.