د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: په شلغمو کې د نشه يي توکو لېږدوونکی نیول شوی


د افغانستان په زندانونو کې د نشه يي‌توکو استعمال یوه جدي ستونزه بلل کیږي.
د افغانستان په زندانونو کې د نشه يي‌توکو استعمال یوه جدي ستونزه بلل کیږي.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي یو پایواز چې غوښتل یې د څرخي پله زندان ته نشه يي توکي ولېږدوي نیول شوی دی.

دغه اداره وایي چې تورن کس یوه اندازه چرس په شلغمو کې ځای پر ځای کړي ول چې د څرخي پله په زندان کې یې یو بندي ته ورسوي خو د دغه زندان ساتونکو نیولی دی.

د نشه يي‌توکو د لېږد په تور د نیول شوي کس دوسیه د نورو څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته لېږل شوې ده.

د افغانستان په زندانونو کې د نشه يي‌توکو استعمال یوه جدي ستونزه ده، چې یاده اداره یې د مخنیوي لپاره د کلکو تدابیرو د نیولو خبره کوي.

د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور اته کسان نیول شوي دي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې یې په څلورو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور یو شمېر کسان نیولي دي.

دغه معینیت رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال په هرات، بلخ، ننګرهار او کابل کې اته کسان له ډول ډول نشه يي توکو سره نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي "په دغو کسانو کې یو تن په بلخ کې د ۱۵ ګرامه ټابلیټ کا، ۲۰۰ ګرامه چرسو د خرڅلاو، دوه تنه په کابل کې د ۷۲۲ ګرامه شیشې، ۳۵۹ ګرامه هیرویینو، ۱۵۳ ګرامه تریاکو او یوه اندازه ټابلیټ کا د خرڅلاو، دوه تنه په ننګرهار کې د ۸۳۰ ګرامه چرسو، ۳۲۶ ټابلیټ د خرڅلاو او دوه تنه د ۲۰ کیلو تریاکو د قاچاق او همدارنګه په هرات کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیول شوي دي".

د کابل په ګډون په نورو ښارونو کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی او خرڅلاو د معتادینو د زیاتوالي یو مهم لامل بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG