د لاس رسي وړ اتصالات

د ناسا مشر په فضا کې د چین د پوځي حضور خبرداری ورکړ


د ناسا مشر بیل نیلسن
د ناسا مشر بیل نیلسن

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) مشر د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (حمل۲۹) خبرداری ورکړ چې چین خپل فضايي توان زیاتوي او د خپلو پوځي موخو د پټولو لپاره ملګي پروګرام کاروي او امریکا باید بیداره وي.

د ناسا مشر بیل نلسن د امریکا د کانګرس غړو ته وویل: «چین د پام وړ پرمختګونه کړي‌، په خاص ډول په تېرو لسو کالونو کې، خو ډېر پټ دي.»

بیل نلسن وویل: «زموږ په باور د (چین) ‌ډېر تش په نامه ملکي فضايي پروګرامونه پوځي دي. او فکر کوم موږ په عملي توګه په سیالۍ کې یو.»

نیلسن د کانګرس غړو ته په خپلو خبرو کې هیله څرکنده کړه چې «بیجینګ له فکر څخه کار واخلي او دا درک کړي چې ملکي فضا د سوله ایزې کارونې لپاره» ده. خو زیاته یې کړه چې تر دې دمه «چین داسې کوم څه نه دي څرګند» کړي.

نیلسن د ناسا د ۲۰۲۵ د کلنۍ بودیجې په اړه د استازو د خونې د بودیجې تخصیص کمېټې ته دا څرګندونې کړي دي. د ناسا مشر وویل چې متحده ایالتونه باید یو ځل بیا تر چین مخکې په سپوږمۍ کې ښکته شي او اندېښنه یې وښوده که «بیجینګ لومړۍ (سپوږمۍ ته) پورته شو، کولای شي ووايي چې دا زموږ قلمرو دی، تاسو ترې دباندې واوسئ». بیجنګ او واشنګټن دواړه د سپوږمۍ ماموریتونه لري.

متحده ایالتونه پلان لري چې تر ۲۰۲۶ کال پورې د خپل (Artemis3) ماموریت په واسطه په سپوږمۍ کې خپل ستور مزلي ځای په ځای کړي. چین هیله کړې ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به سپوږمۍ ته انسان واستوي. نیلسن وویل چې ډاډه دی امریکا به د فضا په انکشاف کې خپل نړیوال اړخ او مشرتوب له لاسه ورنکړي، خو د کانګرس غړو ته یې دا خبره هم وکړه چې چین د دې برخې لپاره ډېرې پېسې او بودیجه لري.

په دغه مطلب کې د فرانس پرس د راپور له معلوماتو کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG