د لاس رسي وړ اتصالات

د چين او اماراتو فضایي بیړۍ یو د بل پسې د مریخ مدار ته ورسیدلې


چیني مقاماتو د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۲) پداسې حال کې د مریخ مدار ته د خپل هیواد د فضایي بیړۍ د ننوتلو خبر ورکړ چې یوه ورځ مخکې د متحده عربي اماراتو بیړۍ هم د مریخ مدار ته رسیدلې وه.

ټاکل شوې چې دغه بیړۍ د مریخ سطحې ته یوه پلټونکې آله واستوي تر څو پدغه سیاره کې د ژوند د نښو نښانو په اړه معلومات راټول کړي.

د چین د تیانوین-۱ فضایي بیړۍ اوه میاشتې مخکې توغول شوې وه او پدغه موده کې یې ۴۷۵ میلیون کیلومتر لاره وهلې چې د مریخ مدار ته ورسیږي.

د متحده عربي اماراتو یوه فضایي بیړۍ د سه شنبې په ورځ د سرې سیارې (مریخ) په مدار وګرځیدله او یوه امریکایي پلټونکې بیړۍ ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د مریخ مدار ته ورسیږي.

متحده عربي امارات پنځم هیواد دی چې د امریکا د متحده ایالاتو، روسیې، اروپا او هند وروسته دغه کار کوي.

د چین فضایي ادارې اعلان وکړ چې بیړۍ او د تیانوین-۱ مریخ پلټونکې آله چې پنځه ټنه وزن لري خپل انجن فعال کړی چې سرعت یې کم شي او دا امکان برابر کړي چې د مریخ د جاذبې قوه پرې اثر وکړي.

که هر څه د پروګرام سره سم پرمخ ولاړ شي، پلټونکې ټله به تر راتلونکو څو میاشتو پورې له بیړۍ نه جلا او مریخ ته ورسیږي. که دغه پلټونکې آله په بریالیتوب سره د مریخ پر سطحې کښیني، چین به دوهم هیواد شي چې دغه پیچلی ماموریت ترسره کوي.

چینایي پلټونکې آله چې د لمر په انرژۍ څرخي د ګلف موټر په اندازه ده او د مریخ د سطحې لاندې اوبو او د مریخ په تیر وخت کې د میکروسکوپي ژوند د علایمو د شتون په اړه به معلومات راټول کړي.

د مریخ پر سطحه د یوې بیړۍ یا پلټونکې الې ښکته کیدل ډیر ستونزمن کار دی، چین په ۲۰۱۱کال کې هم هڅه کړې وه خو نه و بریالی شوی.

یواځې د امریکا د متحده ایالاتو پلټونکې آله توانیدلې چې اته ځلې په بریالیتوب سره د مریخ سطحې ته ښکته شي. د امریکا لومړنۍ آله په ۱۹۷۰لسیزه کې د مریخ په سطحه کښیناستله، یوه بله امریکایي مریخ پلټونکې آله همدا اوس په مریخ کې په پلټونو بوخته ده.

د مریخ مدار ته د چین او اماراتو د فضایي بیړیو له تللو دمخه شپږ نورې بیړۍ، درې امریکایي، دوه اروپایي او یوه هندي بیړۍ د مریخ پر شاوخوا فعالې دي.

د امریکا د فضایي ادارې ناسا یوه مریخ پلټونکې آله چې Perseverance نومیږي، غواړي د فبرورۍ په ۱۸د مریخ پر سطحې کښیني او معلومات راټول کړي. دغه آله به د یوې لسیزې سفر وروسته ځمکې ته راستنه کړای شي.

XS
SM
MD
LG