د لاس رسي وړ اتصالات

فضا ته د ستر تلسکوب استول وځنډېدل 


د وب تلسکوب
د وب تلسکوب

د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي تحقیقاتو اداره (ناسا) وايي چې د «جیمز وب» په نامه لوی تلسکوب چې ټاکل شوې وه د ډسمبر په ۲۲ فضا ته واستول شي، په ارتباطاتو کې د ستونزو له کبله وځنډول شو.

د ناسا د وب تلسکوب پروژه په ۱۹۸۹ کې پیل شوه او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۰۰ کال په وروستیو کې په فضا کې ځای په ځای شي، خو پرلپسې ستونزو دا پروژه وځنډوله او لګښت یې هم درې برابره زیات شو.

تر دې دمه په دغې پروژې باندې لس میلیارد ډالر لګول شوي دي. دا تلسکوب په امریکا کې جوړ شوی او فضا ته د استولو لپاره فرانسې ته انتقالیږي.

ناسا په دې اړه په خپل ویبسایټ کې لیکلي‌ دي: د جیمز وب د فضايي تلسکوب ډله بوخته ده چې د نظارتي سیستم او د توغونې له دستګاه سره اتباطاتي ستونزه حل کړي.‌.. دا کار به فضا ته د وب تلسکوب استول د ډسمبر تر ۲۴ پورې وځنډوي.»

د اروپايي د فضايي ادارې چارواکو د فرانسې خبري‌اژانس ته ویلي‌ دي چې د ځمکنیو ارتباطاتي ستونزو له کبله معلومه شوه چې دا تلسکوب د آریان۵ بېړۍ کې نښلول شوې ده؛ دا فضايي بېړۍ به د وب تلسکوب فضا ته انتقالوي.‌

چارواکي‌ وايي اوس باید معلومه او ډاډ ترلاسه شي چې د تلسکوب ټولې برخې او سیستمونه، د توغونې دستګا او نورې برخې سم کار کوي.

دا مهال د هبل په نامه یو تاریخي تلسکوب په فضا کې ځای په ځای شوی خو ویل کیږي‌ چې د وب تلسکوب به له لمر څخه لېرې په فضا کې نصب کیږي. ساینسپوهان هیله لري چې دا تلسکوب ورته وښايي چې کایناتو تر خپل تکوین ۱۴ میلیارد کلونه مخکې څه ډول بڼه لرله.

XS
SM
MD
LG