د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د اټوم بم پلار عبدالقدیر خان مړ شو


عبدالقدیر خان
عبدالقدیر خان

د پاکستان د اټومي بم پلار عبدالقدیر خان نن یکشنبه د اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) د ۸۵ کلونو په عمر په اسلام اباد کې مړ شو.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د عبدالقدیر خان پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

عمران خان ویلي چې عبدالقدیر خان د پاکستان له خلکو سره مینه لرله او د هغه په برکت دغه هیواد د اټومي طاقت خاوند شو.

د پاکستان صدراعظم ویلي چې هغه د پاکستان د خلکو لپاره یو ملي سمبول و او په خبره یې په فیصل جومات کې به خاورو ته وسپارل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې عبدالقدیر خان په دې وروستیو کې د سږو په تکلیف اخته شوی و.

دغه هیواد خپل لومړۍ اټمي ازموینه په ۱۹۹۸کال تر سره کړه.

د امرېکا حکومت په ۱۳۸۷ کال کې د دیارلسو کسانو او دری کمپېنو باندې چې ادعا کېږی د پاکستان د اټومي ساینس کارپوه عبدالقدیر خان د اټومي وسلو د خپرولو له شبکې سره اړېکې لري، بندېز ولګوئ.

د امرېکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د عبدالقدیر خان شبکه اوس فعاله نده خو دا بندېز دا گټه لري چې هغه کسان چې دا ټومي وسلو د خپرولو نیت لري د هغوی مخه ونیسي.

عبد القدیر خان په پاکستان کې د ملي قهرمان او اتل حیثیت لري او د پاکستان د اټوم د موسس په سترګه ورته کتل کېږي.

هغه په ٢٠٠۴ مېلادي کال کې په دې اعتراف وکړ چې د اټوم اسرار یې اېران، لېبېا او شمالی کوریاته ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG