د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا: د جیمز تلسکوپ له شمسي نظام بهر سیارې کې د کاربن اکسایډ موجودیت تشخیص کړی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي فضايي څېړنو مرکز ناسا د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۵ (سنبله۴) په خپل ویبسایټ کې اعلان وکړ چې د جیمز تلسکوب په لومړي ځل له شمسي نظام د باندې په یوې بلې سیارې کې د کاربن ډي اکسایډ موجودیت تشخیص کړی دی.

د دغې ګازې سیارې په اتموسفیر کې، چې لمر ته د ورته یوې سیارې په شاوخوا کې د ۷۰۰ نوري کالونو په واټن سره څرخېږي، د کاربن ډي اکسایډ موجودیت د دغې سیارې د بڼې او ترکیب په اړه مهم نظرونه رادبره کوي.

دا نوې موندنه ښيي‌ چې د جیمز تلسکوپ به په اینده کې د نورو کوچنیو ډبرینو سیارو په اتموسفیرونو کې هم د کاربن اکساید په تشخیص قادر شي.

ناسا وايي چې دا سیاره، چې WASP-39 b نومېږي، تقریبآ د زحل په اندازه ده او ژوروالی یې د مشتري ۱.۳ برابره دی.

دا سیاره په ۲۰۱۱ کې کشف شوې چې د لمریز نظام د نورو سیارو په پرتله ډېره ګرمه -۹۰۰ سانتیګراد- ده.

د هبل او اسپتزر په ګډون ځینو نورو تلسکوپونو په دغې سیارې کې د اوبو بخار، سودیم او پتاشیم موجودیت تشخیص کړی و.

د جیمز وب تر تلسکوپ مخکې ساینسپوهانو د هبل تلسکوپ په مرسته د کایناتو په اړه پلټنې او تحقیقات کول، خو د جیمز تلسکوپ کولای شي چې له خورا ډېرې لېرې واټن څخه هم راڼه او واضح تصویرونه واخلي.

په دغه تلسکوب باندې لس میلیارد ډالر لګښت راغلی دی چې د ډسمبر په میاشت کې فضا ته واستول شو او د جنورۍ په میاشت کې خپل ټاکل شوي‌ ځای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG