د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا: د کایناتو داسې عمیق تصویر خپروو چې تراوسه بشریت نه دی لیدلی


جیمز ویب تلسکوپ
جیمز ویب تلسکوپ

د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي تحقیقاتو ملي اداره (ناسا) وايي چې د کایناتو داسې عمیق او ژور تصویر یې اخیستی او ژر به یې خپور کړي‌ چې تر دې دمه انسانانو نه دی لیدلی.

د ناسا مشر بل نیلسن وايي چې دا تصویر به د جولاۍ د میاشتې په ۱۲ (چنګاښ۲۱) خپور شي. دا تصویر د جیمز ویب تلسکوپ اخیستی دی. دغه تلسکوپ باندې،‌ چې لس میلیارد ډالر لګښت شوی، د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې فضا ته واستول شو او دا مهال د ساینسپوهانو په وینا د ځمکې له مدار څخه ۱.۵ میلیون کیلو میتر لېرې څرخي.

دغه تلسکوپ، چې د انجینرانو یو فوق العاده نوښت بلل کېږي، شپږ ضلعي ۱۸ هېندارې لري چې له ځمکې څخه یې د ۱.۶ میلیون کېلومېتر په واټن کې هم منظم تصویر اخیستی دی.

ښاغلي‌ نیلسن وویل چې دا تلسکوپ د اتموسفیرونو،‌ شمسي نظام، له دغه نظام څخه بهر ستوریو، چې د نورو ستوریو په مدار کې څرخي او نورو سیارو په اړه پلټنې کوي او زموږ له اتموسفیر سره یې د مشابهتونو په اړه معلومات راټولوي.

هغه زیاته کړه: «ښايي دا تلسکوپ زموږ ځینو پوښتنو ته ځوابونه ومومي: موږ له کومې راغلي‌ یو؟ موږ څوک یو؟ هلته نور څه دي؟ او ښايي ځینو نورو پوښتنو ته، چې لا هم نه پرې پوهېږو چې څه دي، ځواب ووايي.»

انفراردي ظرفیتونه دا تلسکوپ د دې جوګه کوي چې د «سترې چاودنې» پیر او زمان ته هم ژوره کتنه وکړي. ساینسپوهان په دې باور دي چې «لویه چاودنه ۱۳.۸ میلیارد کالونه» مخکې شوې ده.

دا چې کاینات مخ په پراخېدو دي، دا تلسکوپ د دې وړتیا هم لري چې د ناسا په وینا د هغو ستوریو د نور موجونه هم تشخیص کړي، چې په لومړیو کې لیدل کېدل خو اوس پناه شوي دي.

د ناسا مرستیال پام میلروي وايي چې د مخکنۍ وړاندوینې خلاف دا تلسکوپ به شل کاله فعال وي. مخکې داسې وړاندوینه شوې وه چې ممکن دا تلسکوپ لس کاله فعالیت وکړي.

ناسا همدغه راز ویلي‌ دي چې د جولاۍ په ۱۲ نېټه به د یوې سیارې داسې ننداره وړاندې کړي چې له شمسي نظام څخه د باندې د یو ستوري په شاوخوا کې راڅرخي.

ناسا د مارچ په ۱۶ (کب۲۵) د جیمز وب تلسکوپ په واسطه یو ازماېښتي اخیستل شوی تصویر خپور کړ. په دغه تصویر کې ښودل کېږي چې ډېر لېرې یو ستوری د زرګونو نورو لرغونیو کهکشانونو له لوري وېشتل کېږي او پرې د کهکشانونو یو ډول بمبارد دی.

دا تلسکوپ د ۲۰۲۱ د ډسمبر په میاشت کې له جنوبي امریکا څخه فضا ته واستول شو او د ۲۰۲۲ د جنورۍ په میاشت کې خپل منزل ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG