د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا: له انسان پرته یو راکټ د سپوږمۍ په سفر استوو  


د ناسا دا ماموریت به د اګست په ۲۹ پیلیږي
د ناسا دا ماموریت به د اګست په ۲۹ پیلیږي

د امریکا دفضايي څېړنو اداره (ناسا) وايي چې د راکټ توغوونې یو لوی سیستم یې برابر کړی چې یوه فضايي بېړۍ فضا ته واستوي.

دا دستګاه به یو راکټ، ۹۸ متر اوږد دی، د اګست په ۲۹فضا ته وتوغوي. د راکټ د پاسه یو بي پیلوټه کپسول هم لګول شوی.

ددغې فضايي بېړۍ توغول سپوږمۍ ته د ناسا د سفر د ارتمیس پروګرام یوه برخه ده او ټاکل شوې له انسان پرته خپل لومړی ماموریت د اګست په ۲۹مه پیل کړي.

دا ماموریت د امریکا د متحدو ایالتونو د څو میلیاردي ډالرو هڅه ده چې د سپوږمۍ سطحې ته انسان ستون کړي او بیا دا کار په اینده کې په مریخ کې هم تکرار کړي.

د راکټ توغونې دغه سیستم، چې بوینګ یې په تېرې لسیزې کې د پرمختګ چارې مخې ته وړې، په ځايي وخت د سه شنبې په شپه اګست ۱۶ په نهو بجو د فلوریډا ایالت د کینډي په فضايي مرکز کې له خپل ځای څخه حرکت پیل کړ، په یو ساعت کې یې ۱.۶ کیلو متر واټن وواهه او له شپږ کیلو متر مزل وروسته د چهارشنبې په سپیده دم د توغونې مقام ته ورسېده.

د دغه سیستم په سر کې د ناسا د "اوریون بي پلوټه کپسول" هم لګول شوی دی چې د لاکهېډ مارتن ادارې جوړ کړی دی. دا راکټ داسې جوړ شوی دی چې په فضا کې به له راکټ څخه جلا شي او هغه انسانان، چې د اینده په ماموریتونو کې به په دغه راکټ کې سفر کوي، د سپوږمۍ په سطحه کې نورو ستورمزلیو ته نژدې ښکته کوي.

د اګست د ۲۹مې نېټې دغه ماموریت، چې ارتمیس ۱ نومېږي، د فضا توغونې د سیستم دپاسه د "اورین لګول شوی کپسول" به له انسان پرته وتوغول شي، په مدار کې به ګرځي او ۴۲ ورځې وروسته به ځمکې ته راښکته شي.

که د تخنیکي ستونزې او یا موسم د خرابوالي له کبله دا ماموریت د اګست په ۲۹ پیل نشي، د سپتمبر دویمه او پنځمه ورته په پام کې نیول شوي ‌دي.

XS
SM
MD
LG