د لاس رسي وړ اتصالات

ایا د حامله مور نه ماشوم ته کروناویروس انتقالیږي؟


میرمن اوریاخیل وایي چې د مور به نس کې خاصه مایع ده چې ماشوم ته د کروناویروس د تیریدو مخه نیسي.

د افغانستان د طبي شورا ريیسې او د نسایی ولادي څانګې متخصصې ډاکتر نسرین اوریاخیل امریکا غږ ته وویل: "د کرونا په ویروس د اخته کیدو خطر هر هغه چا لپاره ډیر دی چې د وجود معافیتي سیستم یې کمزوری وي او یا دا چې طبي لار ښوونې مراعات نکړي."

آغلې اوریاخیل په مشخصه توګه د مېندوارو میرمنو په هکله چې د نورو خلکو په پرتله د کروناویروس باندې د اخته کیدو خطر سره مخ دي زیاته کړه چې "تر اوسه څیړنو دا نه ده ثابته کړې چې باردارې میرمنې دې له دغه درکه له جدي ګواښ سره مخ وي، خو دا چې د باردارۍ پر وخت یوه مور د نور مال حالت څخه وځي او د ضعیفۍ احساس کوي نو همدا حالت حامله میرمنې د کرونا په ویروس د اخته کیدو د خطر سره تر نورو زیات مواجه کوي."

ډاکتر نسرین اوریاخیل د حاملګۍ په دوران کې د مور نه ماشوم ته د کرونا ویروس دانتقال په هکله وویل:

سره له دې چې په دې برخه کې تحقیقات روان دي خو له نیکمرغه د مور په نس کې هغه مایع چې ماشوم پکې وي ددغه مکروب د تیریدو مخه نیسي.

نوشابې اشنا د بار دارۍ په دوران کې پر مور او ماشوم د کرونا ویروس پر اغیزو د افغانستان د طبی شورا رئیسې او د نسایي ولادي څانګې متخصصې نسرین اوریاخیل سره مرکه کړې چی دلته یې اوریدلاې شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:22 0:00
XS
SM
MD
LG