د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ: د افغانستان راتلونکی«بین الافغاني» مذاکراتو پورې اړه لري


د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو عمومي منشي یانس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د دغه تړون د ځواکونو د شمیر کمېدل د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د شوي تړون د عملي کیدلو پورې مربوط دي.

ښاغلي سټولټنبرګ د شنبې په ماښام ( کب لسمه) په کابل کې د ناټو په قومندانۍ کې د خبریالانو یوې ډلې سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونه د ترویستي بریدونو څخه د خپلو هیوادونو د خوندي ساتلو لپاره دېره دي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل:" مونږ د ناټو د تړون په توګه دا څرګنده کړې چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د تړون څخه ملاتړ کوو، خو عین حال کې دا یو مشروط تړون دی. بناً مونږ به یوازې هغه مهال د خپلو ځواکونو شمیر کم کړو، چې طالبان له خپله اړخه پر موافقه باندې بشپړ عمل وکړي د همدې له امله په دې برخه کې به قدم په قدم اقدام کیږي او مونږ به د افغان ځواکونومالي ملاتړ په ګډون مرستې، روزنې او مشورې بهیر ته دوام ورکړو. زمونږ د ځواکونو شمیر کې هر ډول بدلون به د شرایطو پر اساس وي".

د ناټو عمومي منشي په ټینګار وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو سره د کړي تړون له مخې طالبان باید د تروریستي ډلو سره خپلې هر ډول اړیکې وشکوي او د دغې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې د ترویستي ډلو د فعالت د مخنیوي ډاډ وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل:"د همدې له امله امریکا متحده ایالاتو او ناټو دا په وضاحت ویلي دي چې د ځواکونو په شمیر کې کموالی به یوازې هغه مهال راشي چې مونږ دا وګورو چې شرایط پلي شوي او هم دا چې مونږ دا وګورو، چې افغانستان بیا د تروستانو په مصون ځای بدل نشي".

د ناټو سرمنشي په راتلوونکي کې په افغانستان کې د دغه سازمان د ځواکونو حضور په اړه وویل چې په بین الافغاني خبرو کې افغانان باید د خپل هیواد راتلونکي په باب پرېکړه وکړي او که افغانان په افغانستان کې د ناټو د شتون غوښتنه وکړي، نو دا ټولنه به په دې اړه ورسره خبرې وکړي.

خو هغه وویل چې اوس لومړیتوب د بین الافغاني خبرو پیلیدل دي. هغه په ټینګار وویل چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت باندې د سولې خبرې په دغه هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګیدو سبب کیدلی شي.

د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې ټاکل شوې چې د افغان حکومت او د سیاسي ډلو د استازو ترمنځ بین الافغاني خبرې د کب د میاشتې په شلمه پیل شي.

خو تراوسه په دې اړه دواړو غاړو ترمنځ موافقه نه ده شوې او د خبرو ځای هم نه دی ټاکل شوی.

جرمني، ناروې او ازبکستان له وړاندې د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG