د لاس رسي وړ اتصالات

ستولتنبرګ: افغانستان کې وضعیت خراب دی، زموږ حضور نه کمیږي


د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د چهار شنبې په ورځ ( ډسمبر ۵) وویل چې په افغانستان کې وضعیت خراب شوی دی او په دې هیواد کې د ناټو حضور ته ضرورت دی.

ستولتنبرګ د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندښمن دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د وضعیت د ښه کیدو لپاره په افغانستان کې پاتې کیږي ترڅو د افغان ځواکونو روزنې، ملاتړ او سلا مشورې ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي وویل، دوی د افغان سرتیرو د تلفاتو په زیاتیدو اندیښمن دي، خو په ورته وخت کې له افغان ځواکونو څخه به خپل هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه که څه هم د سولې د مذاکراتو لپاره هڅې ډیرې شوي خو طالبانو خپل بریدونه د امتیاز د ترلاسه کیدو په هدف ډیر کړي دي.

ستولتنبرګ طالبانو ته په خطاب کې وویل " تاسو د جګړې په میدان کې بریالي کیدی نه شئ نو د سولې خبرو ته راشئ ځکه جګړه بې ګټې ده."

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي پاکستان او د سیمې هیوادونه باید د افغانانو په مشرۍ د سولې له روانو مذاکراتو ملاتړ وکړي او د ترهګرو سره همکاري ونکړي.

په ورته وخت کې د افغاستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدلین رباني وايي له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې ملي اجماع شته او ټول اړخونه د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې غواړي.

ښاغلي رباني زیاته کړه طالبان هیڅکله په دې بریالي شوې نه دي چې کوم ولایت ونیسي، او دا د افغان حکومت د پیاوړي کیدو نښه ده.

د ناټو سازمان د جولای په میاشت کې تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان څخه خپل مالي او پوځي ملاتړ اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG