د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ١١ افغان پولیس وژلي دي


د هلمند ولایت د ریګ او بهرامچۍ سیمې د نشه یي توکو د کاروبار لوی کرکزونه دی
د هلمند ولایت د ریګ او بهرامچۍ سیمې د نشه یي توکو د کاروبار لوی کرکزونه دی

د هلمند په ولایت کې چارواکي وایي په دغه ولایت کې د نشه یي توکوسره د مبارزې ۱۱ پولیس د ناټو د ځواکونوپه هوایي برید وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې د معینیت ویاند سید مهدي کاظمي امریکا غږ ته وویل چې دغه معینیت ټول شل تنه د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیس د هلمند ولایت د ریګ سیمې ته استولي وو چې تیرماښام د ناټو د ځواکونو په برید کې یوولس تنه یې وژل شوي څلوریې ټپیان شوي او یو تن یې لادرکه دی.

ښاغلي کاظمي وویل چې څلور نور پولیس له دغه برید څخه ژوندي راوتلي دي او مصئون ځای ته یې ځانونه رسولي دي.

دمخه د هلمند په ولایت کې یوې سرچینې امریکا غږ ته په دې برید کې د وژل شوو پولیسو شمیر ۲۸ تنه او د ټپیانو شمیر شپږ تنه ښودلی وو.

په هلمند ولایت کې یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دا پیښه د هلمند او کندهار د ولایتونو ترمنځ د ریګ په سیمه تیر ماښام رامنځ ته شوې ده.

په سیمه کې ځینو امنیتي سرچینو امریکا غږ ته وویل چې د نشه یي توکو ضد پولیسو ملکي لباس اغوستی وه او په شخصی لینډ کروزر موټړو کې سپاره وو.

د هلمند ولایت د ریګ سیمه د دغه ولایت د بهرامچۍ تر سیمې د نشه یي توکو د کاروبار یو لوی مرکز دی، چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرته ده.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته یوازې د لسو پولیسو وژل کیدل او د ۴ نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

تراوسه ناټو د دغه برید په باب څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG