د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د افغانستان په هکله عاجله غونډه کوي


د غونډي مشري به د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټبرګ کوي.
د غونډي مشري به د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټبرګ کوي.

وروسته تر هغه چې امریکا افغانستان ته د زرګونو عسکرو د لیږلو اعلان وکړ، د شمال اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) ویلي چې د افغانستان په هکله نن جمعه اګست ۱۳ (زمري ۲۲) عاجله غونډه کوي.

ویل کیږي چې د غونډې مشري به د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ کوي او د ۳۰ متحدینو استازي به پکې برخه ولري.

یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په غونډې کې به د افغانستان څخه د وتلو په پلان خبرې وشي.
دې سرچینې ویلي، "پدې خبرې کیږي چې څوک به څه، څنګه او څه وخت کوي او دا چې څه ډول ملاتړ ورسره کیږي. "

وروسته تر هغه چې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو پریکړه وکړه، طالبانو د افغانستان څو ولایتونه نیولي.

امریکا او بریتانیا چې د ناټو په سازمان کې غټ قدرتونه دي، افغانستان ته یې د زرګونو اضافي عسکرو د لیږلو امر کړی چې د دې هیوادونو د اتباعو په ایستلو کې مرسته وکاندي.
واشنګټن او لندن همدارنګه د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې د کابل نه د خپلو سفارتونو مامورین او اتباع باسي.

د ناټو یو چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې واشنګټن د دې پریکړې په هکله د ناټو د غړیو هیوادونو سره سلا مشورې کړیدي.

دې چارواکي ویلي چې ناټو په افغانستان کې امنیتي وضعیت د نږدې نه څاري.

تر اوسه نده معلومه چې د ناټو څومره کار کوونکي په افغانستان کې لا هم پاتې دي خو دغه چارواکي ویلي چې ناټو په افغانستان کې خپل دپلوماتیک حضور ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG