د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې افغانستان سره سرحد کې نوې وسلې نندارې ته وړاندې کړې


د افغانستان سره سرحد ته نژدې د روسیې،‌ تاجیکستان او ازبیکستان د پوځي تمرین یوه برخه
د افغانستان سره سرحد ته نژدې د روسیې،‌ تاجیکستان او ازبیکستان د پوځي تمرین یوه برخه

د روسیې، تاجیکستان او ازبیکستان سرتېرو له افغانستان سره سرحد کې نژدې په پوځي تمرینونو کې نوې اورغورځوونکي وسلې او له ځمکې څخه هوا ته وېشتونکي توغندي کارولي دي.

دا ګډ پوځي تمرینونه چې څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحد په ۲۰ کیلو مېترۍ کې پیل شوي وو،‌ نن سه شنبه اګست لسمه (زمری۱۹) پای ته ورسېدل.

له هغه وروسته چې وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کې یو شمېر سیمې ونیولې، روسیې او د هغې د مرکزې اسیا ایتلافي هېوادونو د طالبانو له لوري د ممکنه ورپېښو خطرونو د مخنیوي لپاره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل.

د تاجیکستان د دفاع وزیر شیرعلي میرزا خبریالانو ته وویل چې د تمرینونو پر مهال یې افغانستان په ذهن کې و. هغه وویل: «په افغانستان کې وضعیت د اټکل وړ نه دی.»

د ازبیکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز «شوخرات خالمخمدوف» وویل: «د حالاتو تقاضا ده چې موږ بیدار واوسو او پوځي تیاری ولرو.»

رویټرز خبري اژانس وايي چې په دغو پوځي تمرینونو کې شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر، ۲۵ الوتکې او سلګونه پوځي موټرونه دخیل وو.

روسي سرتېري په تاجیکستان کې له خپلو پوځي اډې څخه، چې د مسکو تر ټولو لوی بهرنی پوځي مرکز دی، دغو تمرینونو ته ورغلي ‌وو.

په سیمه کې د روسیې د پوځ یو جنرال السګاندر لاپن وویل چې په تمرینونو کې ټول کارول شوي وسلې به د تاجیکستان په پوځي مرکز کې ساتل کېږي.

دا پوځي تمرینونه داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې جګړو او د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی. طالبان هڅه کوي چې یو شمېر ښارونه ونیسي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې او وايي چې ورسېدلي راپورونه د طالبانو له لوري ‌په تازه نیول شویو سیمو کې د احتمالي جنګي جنایاتو حکایت کوي.

XS
SM
MD
LG