د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته په زرګونه پوځیان استوي


د امریکا متحده ایالتونه له افغانستان څخه د خپلو غیر ضروري کارمندانو او د افغان همکارانو د ایستلو په هدف هغه هیواد ته څه باندې ۳۰۰۰ پوځیان استوي.

په داسې حال کې چې په بشپړ ډول له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو ایستلو ته څو اوونۍ پاتې دي، امریکا غواړي‌ چې کابل ته په زرګونه پوځیان واستوي څو په وروستۍ هڅه کې خپل دیپلوماتان او افغان همکاران وباسي.

دا اقدام د پنجشنبې په ورځ (اګست ۱۲) د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له خوا په داسې حال کې اعلان شو چې افغان پوځيان له طالبانو سره په سخته جګړه کې دي او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه د کابو نیمایي ولایتونو مرکزونه د طالبانو له خوا نیول شوي‌ دي.

ټاکل شوېده په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې درې زره امریکایي پوځيان کابل ته ورسیږي.

۱۰۰۰ نور امریکایي پوځیان قطر ته د تللو په حال کې دي کوم چې د عسکرو د وتلو د عملیاتو پرمهال به همغږي کوي او د امریکا د افغان همکارانو له انتقال سره به مرسته کوي.

پر دې سربیره ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ نور سرتیري به په کویټ کې د امریکا نظامي مراکزو ته واستول شي چیرې چې هغوی به د وضعیت د خرابوالي په صورت کې چمتو وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۲خبریالانو ته وویل:"دا پریښودل ندي. دا وتل ندي. په افغانستان کې به اصلي دیپلوماتیک حضور پاتې وي."

ښاغلي نیډ پرایس زیاته کړه ددې کار هدف په افغانستان کې د شمیر په لحاظ د ملکي حضور کموالی دی څو هغوی وکړای شي له بل ځایه خپلو مهمو کارونو ته دوام ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي:" دا یو موقتي ماموریت دی چې یو مشخص هدف لري."

ښاغلي کربي زیاته کړه ۳۰۰۰ عسکر به د امریکا د سفارت او د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د محافظت مسولیت ولري څو په راتلونکو څو اوونیو کې د ټولو هغو کسانو د وتلو فرصت مساعد کړي چې وځي.

امریکايي مقاماتو د روانې اوونۍ په پیل کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده. امریکا د روان کال په مې میاشت کې په افغانستان کې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې پوځیان درلودل.

بریټانیا افغانستان ته ۶۰۰ پوځیان استوي

د بریټانیا دفاع وزیر بن والیس هم د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۲ اعلان وکړ چې په کابل کې د دیپلوماتیک حضور د ملاتړ، له افغانستان څخه د بریټانوي اتباعو د وتلو او د بریټانیا د افغان همکارانو د انقتال سره د مرستې په هدف هغه هیواد ته ۶۰۰ پوځیان استوي.

یو شمیر پخواني امریکایي پوځیان او منتقدین وایي له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو عاجل وتل په ۱۹۷۵ کال کې له جنوبي ویټنام څخه د وروستیو امریکایانو د وتلو یاد تازه کوي.

XS
SM
MD
LG