د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د داعش ضد ایتلاف سره یوځای کیږي


ښاغلي ستولتنبرگ ویلي چې ناټو به د داعش ضد په جنگي عملیاتو کې ونډه وانخلي
ښاغلي ستولتنبرگ ویلي چې ناټو به د داعش ضد په جنگي عملیاتو کې ونډه وانخلي

د ناټو عمومي منشي د پنجشنبې په ورځ په ټینگار سره وویل چې دغه سازمان به د اسلامي دولت په ضد د نړیوال ایتلاف سره یوځای شي، خو د سخت دریځو پر وړاندې به په مستقیمه جگړه کې ونډه وانخلي.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرگ وویل د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف سره یوځای کیدل به "د ترهگرۍ ضد جگړې ته د ناټو د ژمنو یو غښتلی سیاسي پیغام ورکړي او همدا شان د ایتلاف دننه به زمونږ همغږي نوره هم ښه کړي".

د ناټو ټول ٢٨ غړي هیوادونه د امریکا په مشرۍ د داعش ضد د ٦٨ هیوادونو د ایتلاف غړي هم دي. خو یو شمیر غړي لکه فرانسه او جرمني له دې اندیښنه لري چې ددې ایتلاف سره په رسمي توگه د ناټو یوځای کیدل به د پریکړو بهیر دننه په ناټو کې متاثره کړي او یا به د منځني ختیځ هیوادونه د داعش ضد مبارزې نه خواتوري کړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد د خپل انتخاباتي کمپاین پر و خت د ناټو سازمان "له کاره لویدلی" بللی و او په وار وار یې ویلي چې د ناټو غړي هیوادونه باید ددې سازمان دفاعي لگښتونه زیات کړي او د ترهگرۍ ضد جگړه کې باید ونډه واخلي.

د ناټو سازمان په نننۍ غونډه کې به ددې سازمان کلنۍ تگلاره جوړه شي او د غړو هیوادونو ونډې به هم څرګند شي.

د جمهور رئیس ټرمپ د غوښتنې په غبرگون کې چې د تروریزم ضد جگړې لپاره باید نور څه هم ترسره شي، ناټو به د تروریزم ضد استخباراتو یو مرکز جوړ کړي چې د معلوماتو تبادله بهتره شي او په خاصه توگه هغو بهرنیو جنگیالیو ته به پاملرنه زیاته شي چې غواړي له اروپا نه په عراق او سوریه کې د سخت دریځو سره یوځای کیږي.

XS
SM
MD
LG