د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په اروپا کې خپل بې ساري هوايي تمرینونه بشپړ کړل 


د ناټو هوایي ځواک
د ناټو هوایي ځواک

ناټو د جمعې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دوهمه) په اروپا کې د روسیې په څیر د احتمالي ګواښونو په وړاندې د ځواک ښودلو لپاره د هوایی ځواک د لیږدولو خپل تر ټولو لوی تمرین پای ته ورساوه.

د جرمني په مشرۍ د "هوايي مدافع ۱۳" په نامه مانورونو کې د جاپان او سویډن په ګډون د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) د ۲۵ غړو او ملګرو هیوادونو څخه شاوخوا ۲۵۰ پوځي الوتکو برخه اخیستې وه.

په دغو تمرینونو کې د پوځ نژدې ۱۰ زرو منسوبینو برخه اخیستې وه چې موخه یې د ناټو پر خاوره د برید په صورت کې د بې پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو په وړاندې د مقابلې او اقداماتو د وړتیا او چمتووالي غښتلي ورکول دي.

د جرمني د هوايي ځواکونو قومندان انګو ګیرهارټس د NTV تلویزیوني شبکې ته وویل: "موږ غوښتل وښیو چې دا ۲۵ مختلف هیوادونه کولی شي له لومړۍ ورځې څخه یوځای کار وکړي او موږ دا کار ترسره کړ."

ګیرهارټس د جرمني په شمال کې د یاګل هوایی اډې څخه تلویزیوني خپرونې ته وویل چې دا تمرین په تاکتیکي او تنظیمي کچه یوه "بشپړ بریا" وه.

څلور کاله دمخه په ۲۰۱۸ کې د ناټو د هوایي دفاع تمرینونه تر یوه حده د روسیې له خوا د اوکراین د کریمیا سیمې د نیولو او د روسیې له خاورې سره د نښلولو په ځواب کې شوي وو، که څه هم ګیرهارټس ټینګار کړی و چې دا تمرین "د هیچا د په نښه کولو لپاره ندی".

خو برعکس په جرمني کې د متحده ایالاتو سفیرې ایمي ګوتمن وویل چې دا تمرین به "له شک پرته زموږ د متحد ځواک ځیرکتیا او چټکتیا وښيي" او موخه یې د روسیې په ګډون هیوادونو ته د پیغام لیږل دي.

آغلې ګوټمن د روسیې ولسمشر ته په اشارې سره خبریالانو ته وویل: "زه به ډیره حیرانه وم که چیرې د نړۍ کوم مشر چې ښاغلی پوتین هم په کې شامل دی، پام ونه کړي چې دا [تمرین] ددې تړون روحیه په ډاګه کوي؛ کوم چې ددې اتحاد د پیاوړتیا معنی لري."

د فرانس پرس اژانس په وینا پر اوکراين باندې د روسیې یرغل د ناټو پوځي تړون چې ۷۵ کاله دمخه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مقابلې لپاره رامنځته شوی، نور هم پیاوړی کړی دی.

فنلنډ او سویډن، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د مسکو سره د شخړې د مخنیوي لپاره د بې طرفۍ رسمي دریځ ساتلی و، دواړو د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

فنلنډ د اپریل په میاشت کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ، خو د سویډن غړیتوب په عمده توګه د ترکیې د اعتراضونو له امله ځنډول شوی دی.

XS
SM
MD
LG