د لاس رسي وړ اتصالات

د چین خبرداری: اسیاـ ارام سمندر سیمه کې د ناټو په شان ایتلافونو جوړول شخړې پیدا کوي


د چین د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د ناټو په شان ائتلافونه د آسیا-آرام سمندر سیمه کې د شخړو سبب کیږي.
د چین د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د ناټو په شان ائتلافونه د آسیا-آرام سمندر سیمه کې د شخړو سبب کیږي.

د چین د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د اسیا ارام سمندر په سیمه کې د ناټو په شان ائتلافونه جوړول او یا یې هڅه کول به پدې سیمې کې د شخړې پیدا کیدو سبب شي.

لي شانګفو په سنګاپور کې امنیتي غونډې ته په وینا کې وویل چې دا سیمه د وړو ډلو نه بلکې داسې همکاریو ته اړتیا لري چې ټول پکې برخه ولري.

د چین دغه جګپوړي نظامي چارواکي همدارنګه په سیمه کې د جګړې امکاناتو ته په اشارې سره وویل چې "هغه جدي غمیزې باید هیرې نکړو چې د نړۍ دوو سترو جنګونو د هیوادونو په خلکو راوستي دي او اجازه ورنکړو چې دا ډول ویرجن تاریخ بیا تکرار شي".

ښاغلي شانګفو دا څرګندونې په سنګاپور کې د Shangri-La Dialogue غونډې کې وکړې چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په ګډون پکې د ګڼ شمیر هیوادونو د دفاع وزیرانو او جګپوړو چارواکو برخه اخیستې او په سیمه کې د مهمو امنیتي موضوعاتو په هکله خبرې کوي.

د چین د دفاع وزیر پخپلو خبرو کې وویل، " د اسیا – ارام په سیمه کې د ناټو په شان د ایتلافونو هڅې په یو ډول د سیمې د هیوادونو تښتول او د شخړو او مقابلو مبالغه کول دي. دا کار د اسیا – ارام سمندر سیمه د شخړو ګرداو ته ورټیل وهي".

ښاغلي شانګفو پخپلو خبرو کې په ښکاره توګه د کوم هیواد یا هیوادونو نوم وانخیست چې څوک دغه شان ایتلافونه جوړول غواړي خو داسې ښکاري چې اشاره یې د امریکا متحده ایالاتو ته وه ځکه چې د سیمې هیوادونو سره یې د ائتلافونو جوړول ډیر کړي.

متحده ایالات پدې سیمې کې د اسټرالیا او بریتانیا سره په د AUKUS په نامه د ایتلاف غړي او د کواډ په ګروپ کې هم غړیتوب لري چې اسټرالیا، جاپان او هند یې هم غړي دي.
د امریکا،بریتانیا او اسټرالیا تر منځ دې ائتلاف له مخې اسټرالیا ته ۸ په اتومي وسلو سمبال او پرمختللي اوبتلونه ورکول کیږي چې د اوږد واټن پټ ماموریت اجرا کولو وړتیا لري. د همدې تړون له مخې درې واړه هیوادونه د سایبري، مصنوعي استخباراتو، کوانټوم او د سمندر لاندې د نامعلومو وړتیاو په هکله معلومات شریک کوي.

چین پدې تړون اختلاف څرګند کړی او هغه یې "بې حده غیر مسؤلانه" او د سیمې ثبات ته خطر بللی.

متحدو ایالتونو د چین دفاع وزیر لي شنګفو ته بلنه ورکړې چې په سینګاپور کې د دفاعي سرمشریزې په فرعي غونډې کې له خپل امریکایي سیال سره وګوري، خو پنټاګون وویل چې بیجینګ دا بلنه رد کړه.

د چین د پلاوي یو غړي د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د چین پر دفاع وزیر د امریکا د بندیزونو لرې کول له امریکا سره د خبرو لپاره د چین لومړی شرط دی.

د متحده ایالاتو حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د چین د دفاع په وزیر د روسیې لخوا د وسلو اخیستو له کبله بندیزونه ولګول خو پنټاګون وایي دا بندیزونه پدې معنی ندي چې هغه نشي کولي د ښاغلي آسټن سره رسمي کارونه پر مخ یوسي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یو بل جګپوړي چارواکي د دې ملاقات رد کیدل د چین یوه بله پلمه وبلله او زیاته یې کړه چې چین د ۲۰۲۱ میلادي کال راپدیخوا تر لسو ډیر د دفاع وزیر او مهمو مشرانو سره د لیدو غوښتنې یا رد کړي او یا یې ځواب ورته ندی ویلی.

دې چارواکي همدرانګه ویلي چې چین څو ځله په ولاړه د خبرو اترو او نږدې لس ځله د کاري کچو ملاقاتونو غوښتنې رد کړي او یا یې ځواب ورته ندی ویلی.

XS
SM
MD
LG