د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۷ ورځې وروسته د ناټو د نوی ماموریت پیل


جنرال کرسټن جکوبسن
جنرال کرسټن جکوبسن

جنرال کرسټن جکوبسن په کابل کې د ناټو د نوي ماموریت په تړاو د جزئياتو د ورکولو په مهال خبریالانو ته وویل د ناټو په نوي ماموریت کې به د دېرشو هیوادونو دولس زره او پنځه سوه سرتیري برخه ولري او یو شمېر به یې د افغان ځواکونو د روزنې سلاکاران وي، چې په امنیتي وزارتونو کې به دندې ترسره کوي.

پدغو سرتیرو کې ډېره ونډه د امریکايي عسکرو ده، او جرمني به شاوخوا پنځه سوه سرتیري نوي ماموریت ته وگماري.

د ایساف د ځواکونو د قوماندان دغه مرستیال وویل د ناټو نوی ماموریت د دوو کلونو لپاره طرحه شوی او له هغې وروسته لا هم پدې پرېکړه نده شوې چې بل ماموریت به څرنګه وي.

جنرال جکوبسن وویل ‪"‬د قاطع ملاتړ ماموریت واضح دی، مونږ پوهیږو، چې څه وکړو زمونږ افغان همکاران هم پوهیږي، چې څه وکړي، نوي ماموریت ته نوي کسان ګمارل کیږي، خو قومنداني به همدا قومنداني وي.‪"‬

د ایساف د ځواکونو د قوماندان مرستیال وايي، د سږ کال د ډیسمبر په اته ویشتمه یعنې څلور ورځې وروسته به په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ایساف دیارلس کلن ماموریت پای ته ورسیږي او د ناټو نوی ماموریت چې د قاطع ملاتړ نوم ورکړل شوی دی پیل شي.

جنرال کرسټن جکوبسن وویل مونږ به څلور ورځې وروسته د ایساف ماموریت پای ته ورسوو، مونږ یونیفورم نه بدلوو، فقط زمونږ ماموریت بدلیږي.

جنرال جکوبسن دا ډول وویل نوی ماموریت به د افغان ځواکونو سره د عملیاتو په پلان جوړونه کې مرسته کوي، تجهیزات به ورته پیدا کوي او د کابل په ګډون جلال اباد، مزارشریف، کندهار او هرات کې به سلاکاران د ملي اردو او ملي پولیسو په روزنه بوخت وي.

ایساف به عملیات نه کوي

د ایساف دغه لوړ پوړي چارواکي وویل د ناټو نوی ماموریت محاربوي ندی او نړیوال ځواکونه به په عملیاتو کې برخه نه اخلي.

هغه وویل یوازې د امنیتي او د سوفا د تړونونو په اساس نړیوال ځواکونه کولی شي، یوازې د خپلو سرتیرو دفاع وکړي او یوازې امریکايي ځواکونه د ترهګرۍ په ضد جګړه کولی شي.

جنرال جکوبسن وايي ‪"‬ قاطع ملاتړ به طالبان په نښه نه کړي، کومه جګړه چې افغان ځواکونه یې په ۲۰۱۵ کال او په راتلوونکو کلونو کې لري هغه له طالبانو سره ده، له یاغیانو سره ده، د ناټو ونډه به په نوي ماموریت کې دا وي، چې افغان ځواکونو سره مرسته وشي، ترڅو په جګړه کې بریالي وي.‪"‬

د ایساف د ځواکونو د عمومي قومندان مرستیال وايي، د ناټو نوی ماموریت یوازې د افغان ځواکونو سلا مشورو ته ځانګړی شوی دی، پدغه ماموریت کې محاربه نده شامله او ګزمې به هم د نړیوالو ځواکونو له خوا نه کیږي.

د دانګام د جگړې په هکله د جکوبسن څرگندونې

په افغانستان کې د ایساف او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان مرستیال جنرال کرسټن جکوبسن دا ډول خبریالانو ته وویل د کنړ د دانګام په ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو له عملیاتو سره هوايي ملاتړ کړی دی خو دا ملاتړ د ایساف د ماموریت په چوکاټ کې شوی دی.

د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو دغه لوړ پوړي قوماندان وویل د ډانګام په عملیاتو کې هوايي ملاتړ د ایساف تر ماموریت لاندې شوی دی، چې دا ممکنه وه، خو هغه دا ډول وویل د ناټو په نوي ماموریت کې چې د قاطع ملاتړ نوم ورکړل شوی دی، نړیوال ځواکونه به په هیڅ ډول په محاربوي عملیاتو کې برخه نه اخلي.

جنرال جکوبسن وویل په سږني میلادي کال کې افغان ځواکونو ۹۵ فیصده د عملیاتو رهبري درلوده او د هغه په ويناء دا مهالې افغان ځواکونه په جګړه کې پوره وړتیا لري او رهبري یې کوي

XS
SM
MD
LG