د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو او اروپایي ټولنه وايي د اوکراین سره دفاعي مرستې زیاتوي 


ناټو او اروپايي اتحادیې د سه شنبې په ورځ جنورۍ لسمه (مرغومي ۲۰) ژمنه وکړه چې د روسیې د یرغل په وړاندې د مبارزې او د اروپا او د امریکا په مشرۍ د اتحاد ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو لپاره به له اوکراین څخه خپل ملاتړ نور هم پیاوړی کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اروپايي اتحادیې له لوړپوړو چارواکو سره د یوې ګډې اعلامیې له لاسلیکولو وروسته وویل: "موږ باید د ناټو او اروپايي ټولنې ترمنځ ملګرتیا غښتلې کړو او له اوکراین سره خپل ملاتړ لا پیاوړی کړو."

ناټو او د اروپايي اتحادیې هیوادونو، کیف ته په میلیاردونو ډالر وسلې انتقال کړي چې د مسکو د ځواکونو په تمبولو کې یې مرسته کړې ده.

متحده ایالاتو، جرمني او فرانسې اعلان کړی چې اوس اوکراین ته زغره وال جنګي وسایط هم ورکوي، خو کیف د عصري درنو ټانکونو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

د اروپایي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسولا فون دیر لین وویل: "زه فکر کوم چې اوکراین باید ټول اړین پوځي تجهیزات ترلاسه کړي چې دوی ورته اړتیا لري او دوی کولی شي د خپل وطن د دفاع لپاره ځان سمبال کړي."

هغې وویل: "زه فکر کوم چې اوکراین باید ټول اړین پوځي تجهیزات ترلاسه کړي چې دوی ورته اړتیا لري او دوی کړای شي د خپل هیواد دفاع وکړي. دا پدې معنی ده چې البته د هوایی دفاع پرمختللی سیسټمونه، خو همداشان نور پرمختللی پوځی تجهیزات، تر هغه پورې چې د اوکراین د دفاع لپاره ورته اړتیا وی."

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ وویل چې د کیف لویدیځ ملاتړي به راتلونکې اونۍ د اوکراین د دفاع له وزیر سره وګوري چې "واقعا کوم ډول وسلو ته اړتیا ده او متحدین څنګه کولی شي دا وسلې چمتو کړي".

په اوکراین باندې د مسکو برید د اروپا امنیتي نظم ګډوډ کړی او اروپايي ټولنه او ناټو دې ته اړباسي چې د دې وچې د ساتنې لپاره په ګډه کار وکړي.

ناټو او اروپایي ټولنه دواړه سازمانونه پدې موافق دي چې د اروپايي اتحادیې د هڅو سره سره چې په دفاعي چارو کې خپل رول پراخ کړي د متحده ایالاتو نظامي ځواک چې د ناټو ټینګ ملاتړ کوي د اروپا د امنیت اساسي بنسټ دی.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل: "زمونږ اعلامیه دا روښانه کوي چې ناټو د ډله ییزې دفاع د بنسټ او د اروپا-اتلانتیک د امنیت لپاره یو اړین بنسټ دی."

ناټو او اروپایي ټولنه پداسې حال کې د اوکراین سره د خپلو مرستو د زیاتولو خبر ورکوي چې د اوکراین په سولیدار ښارګوټي کې سخته جګړه روانه ده. روسي ځواکونو د اونیو راهیسې د بخموت ښار د نیولو په مقصد ددې ښارګوټي د نیولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG