د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: غربي وسلې یواځې د اوکراینیانو 'کړاو اوږدوي' 


فرانسوي زغروال پوځي وسایط چې اوکراین ته یې ورکوي
فرانسوي زغروال پوځي وسایط چې اوکراین ته یې ورکوي

کرملین د دوشنبې په ورځ جنورۍ نهمه (مرغومي ۱۹) وویل چې اوکراین ته د سپکو ټانکونو په ګډون د وسلو د ورکولو لپاره د فرانسې او نورو لویدیځو هیوادونو اقدام به یوازې د اوکراینیانو ژوند نور هم ستونزمن کړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د فرانسې د پریکړې په اړه چې اوکراین ته زغروال وسایط ورکوي د یوې پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل: "په بنسټیز ډول، [د وسلو] دا ورکړه هیڅ شی نشي بدلولی او نه به یې بدل کړي... دا یوازې د اوکراین د خلکو کړاو اوږدوي."

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تیره اونۍ کیف ته د سپکو ټانکونو د استولو ژمنه وکړه. اوکراین ته په ۱۹۸۰ لسیزه کې د جوړو شویو فرانسوي AMX-10 RC زغروالو وسایطو د ورکولو په اقدام سره به فرانسه لومړی لویدیځ هیواد شي چې اوکراین ته ټانکونه استوي.

د کرملین ویاند وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر مکرون په تماس کې دي. ښاغلي

پیسکوف زیاته کړه چې "د ژورو اختلافاتو سره سره" د دواړو هیوادونو د مشرانو تماس خورا ګټور دي.

د فرانسې او متحده یالاتو له تصمیم وروسته چې اوکراین ته وسلې برابروي، د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم د جنورۍ په پنځمه (مرغومي ۱۵) اوکراین ته د زغره والو جنګي وسایطو د لېږلو په اړه موافقه وکړه.

د جرمني د حکومت یو ویاند د جمعې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې جرمني به د امریکا سره په همغږۍ د اوکراین څخه د ملاتړ د نوې مرحلې د یوې برخې په توګه په څو اونیو کې شاوخوا ۴۰ مارډر زغروال جنګي وسایط اوکراین ته ورکړي.

متحده ایالات برادليس ډوله جنګي وسایط اوکراین ته ورکوي. دا وسایط په ۲۵ ملي متري توپونو، ۷.۶۲ ملي متري ماشینګڼو او په ټانک ضد توغندیو سمبال دي.

امریکا او جرمني همداشان ژمنه کړې چې له دغو وسایطو څخه د استفادې په برخه کې به اوکرایني ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس ویلي، واشنګټن اوکراین ته هغه څه برابروي چې کیف د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا لري.

اوکراین له ډېرې مودې راهیسې د ټانکونو په ګډون درنې وسلې غواړي، خو لوېدیځ د دغو وسلو لېږلو ته لېوال نه دی او وېره لري چې دا کار به لوېدیځ هېوادونه له روسیې سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین په ختیځ دونیڅک کې بېلتون غوښتونکو ځواکونو چې روسیه یې ملاتړ کوي نن دوشنبه په تیلګرام لیکلي چې دوی د باخموت کلیدي ښار ته څېرمه یو کلی نیولی چې مسکو یې له څو میاشتو راهیسې د نیولو هڅه کوله.

د فرانس پرس اژانس ویلي چې دوی نشي کولی په خپلواکه توګه دا ادعا تایید کړي.

XS
SM
MD
LG