د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په سویډن کې پیل شوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سویډن ته پر لار دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سویډن ته پر لار دی.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پنجشنبې په سویډن کې پیل شوه، چې پکې د دفاعي لګښتونو زیاتوالی، د شمالي قطب امنیت، د اوکراین ملاتړ او د راتلونکې میاشتې د ناټو د سرمشریزې لپاره چمتووالی شامل دي.

دغه غونډه داسې مهال کېږي چې متحده ایالتونه له خپلو متحدینو غواړي دفاعي پانګونه زیاته کړي او د پوځي بار په شریکولو کې پراخ رول ولوبوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې غونډه کې د واشنګټن استازیتوب کوي.

د ناټو سرمنشي مارک روته د سویډن له صدراعظم اولف کریسټرسن سره په ګډ خبري کنفرانس کې د سویډن هغه چټک پلان وستایه چې غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید ۳.۵ سلنې ته ورسوي.

روټه وویل، د نن ورځې امنیتي چاپېریال د دفاعي لګښتونو زیاتوالی غواړي او له متحدینو یې وغوښتل چې اقدام وکړي.

روټه وویل: “د هر متحد د دفاع لپاره زموږ وړتیا او اراده بشپړه ده. که هر څوک دومره تېر وځي چې برید وکړي، ځواب به یې سخت وي.”

د ناټو سرمنشي پر غړو هېوادونو هم غږ وکړ چې د اوکراین سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او ویې ویل: “د اوکراین ملاتړ خیرات نه دی، بلکې زموږ په ګډ امنیت کې پانګونه ده.”

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن وویل، هېواد یې د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته د دفاعي لګښتونو تر ټولو لوی زیاتوالی عملي کړی، د بم د پناه ځایونو کیفیت یې ښه کړی او د ملکي دفاع لپاره یې ځانګړی وزیر ټاکلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سویډن ته پر لار دی. ټاکل شوې چې روبیو د شمالي قطب د سیمې له اوو هېوادونو سره د اقتصادي او امنیتي همکاریو او ددې سیمې د امنیت د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG