د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د ملکېانو دمرگ بښنه غوښتې ده


ناټو د ملکېانو دمرگ بښنه غوښتې ده
ناټو د ملکېانو دمرگ بښنه غوښتې ده

په افغانستان کې خارجی قواو دهغو ملکېانو د مړېنی له امله معذرت غوښتی دی چی د شنبی په ورځ دناټو په هوايي برېد کې په هېلمند کې ووژل شول. نړېوال ېتلاف په ېوه خبرلېک کې ددوشنبی په ورځ دنهو ملکېانو دمړېنی له امله چې دنوزاد په اولسوالۍ کې ووژل شول، معذرت غوښتلی دی.

خوافغان چارواکی وايی چې د شنبی دورځی هوايی برېد چې ناوخته وشو، په دوه کورونو کې ېې 14 کسان ووژل. په دې جمله کې دولس ماشومان او دوه ښځې وی. شپږ تنه نورملکېان زخمی شوېدی.

دېکشنبی په ورځ دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزی امرېکا او ناټو ته دملکي تلفاتو په برخه کې خپل وروستی خبرداری، خپور کړ . هغه داېتلاف قواوی دېته هڅولی دی چې د شپی چپاوونه کم کړی او له افغان قواوی سره پرې تفاهم وکړ چې د ملکېانو تلفات کم شی.

ښاغلي کرزي دغه خبردارئ وروسته دهغې نه ورکړ چې دهلمند ولاېت مامورانو ووېل چې دناټو په ېوه هواېې برېد کې ١۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي ددغو خلکو وژل وغندل او وېې وېل چې په خپل سر د پوځي عملېاتو په جرېان کې بی گناه ملکي افغانان وژل کېږي.

دافغانستان جمهور رېس پخوا هم په دې اړه دناټو نه غوښتلي ؤ چې دخپلو پوځی عملېاتو په دوران کې د ملکي وگړو تلفات دامکان تر حده پورې کم کړي او مخکې ددې نه چې عملېات وکړي باېد لومړې دافغانستان دامنېتی ځواکونو سره سلا مشوره وکړي.

دېکشنبی په ورځ د سپېنی مآڼی ېوه نطآق ووېل چې امرېکا د افغانستان د جمهوررئېس سره د ملکېانو د تلفاتو په اندېښنه کې شرېکه ده.

دناټو ېوه وېاند ووېل چې ددغې پېښې په اړه رپوټونو نه خبر دې او ېو شرېک تفتېشي ټېم سېمې ته تللې دی.

XS
SM
MD
LG