د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو وايي داعش یې ننګرهار کې محدود کړی


جنرال نیکلسن وایي په ننګرهار کې د داعش فعالیتونه دوو ولسوالیو ته محدود شوی
جنرال نیکلسن وایي په ننګرهار کې د داعش فعالیتونه دوو ولسوالیو ته محدود شوی

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د ناتو د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان، جنرال جان نیکلسن نن په مزارشریف کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د قوماندانو او د بلخ ولایت د سرپرست عطا محمد نور سره ولیدل.

په دغه لیدنه کتنه کې ښاغلي نور وویل چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت چارواکي د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا د لوړیدو او په ځانگړې توگه د هېواد د هوايي ځواک د تجهیز او پیاوړي کیدو هڅه کوي.

ښاغلي نور زیاته کړه "پروگرام دا دی چې د ملي یووالي حکومت د دوام نه ملاتړ وشي. همدارنگه د افغان وسلوال ځواکونو نه قاطع ملاتړ وشي څو د دوي وړتیا لوړه شي."

که څه هم ښاغلي نیکلسن د بلخ له سرپرست والي سره د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې، خو وروسته بیا ښاغلي نور په همدې اړه په یو خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې بهرني ځواکونه له افغان پوځیانو غواړي چې وروسته له دې د دښمن په وړاندې له دفاعي حالت څخه ووځي او په تهاجمي بڼه دې خپلو بریدونو ته شدت ورکړي

ښاغلي نور وویل "تهاجمي روحیه کیدای شي سرتېري ستړي نه کړي او بریدگره بڼه دا مرسته کوي چې امنیتي ځواکونه لوړ مورال ولري او د دښمنانو پټ ځایونه او ځالې له مینځه یوسي، چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي"

بلخوا جنرال نیکلسن د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا داعش د افغانستان په شمالي ولایتونو کې رامنځ ته شوې دی، وویل؛ د جنوري میاشتې له پیله تر اوسه موږ د داعش ډلې په وړاندې مختلف عملیات ترسره کړي. موږ دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او په ننګرهار کې یې حضور له مختلفو ولسوالیو څخه دوو ولسوالیو ته را کم شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ، پولیسو او ځانگړي ځواکونو سره په گډه " مونږ په هغو سیمو کې په بریالیتوب عملیات ترسره کړي دي. مونږ داسې نښې نښانې گورو چې داعش به کونړ ته تللي وي او هلته به د داعش په وړاندې نوره جگړه وشي. مونږ گورو چې هغوی په هیواد کې خلک جلب و جذب کوي خو پرې به یې نږدو چې د هیواد په نورو برخو کې په دې کار کې بریالي شي."

په افغانستان کې د ناتو د ماموریت او د بلخ ولایت د سرپرست ترمنځ دا څرگندونې په داسې حال کې کیږي چې څه موده مخکې ښاغلي عطا ادعا کړې وه چې داعش د بلخ ولایت په گډون د افغانستان شمالي ولایتونو کې هم پیدا شوې دی.

ښاغلي نور د طالبانو د اعدام په اړوند د جمهور رئیس غني د وروستي دریځ په هکله ملاتړ څرگند کړ او په هیواد کې د نورو جنایتکارانو د اعدام غوښتنه وکړه.

هغه همدارنگه د حزب اسلامي سره د سولې د بهیر په هکله خپل ملاتړ اعلان کړ او وې ویل که چېرې دا حزب د هیواد د نافذه قوانینو او بشري حقونو درناوی وکړي، ورسره د سولې کول ښه خبر ده.

XS
SM
MD
LG