د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران پر اوکراین بېړنۍ غونډه کوي 


د ناټو مشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره
د ناټو مشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره

د ناټو سازمان چارواکي وايي چې د مسکو له سپارل شویو پېشنهادونو وروسته د بهرنیو چارو وزیران به را روانه جمعه ویدیو کنفرانس کوي چې د اوکراین په شاوخوا کې د روسیې د پوځي شتون په اړه بحث وکړي.

مسکو د اوکراین په اړه واشنګټن او ایتلافیانو ته یې د خپلو غوښتنو یو لست سپارلی دی، د لست د سپارلو پرېکړه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ خبرو کې شوې وه.

د امریکا او ناټو یو شمېر لوړ پوړي‌ چارواکي‌ له یکشنبې راهېسې چمتو شوي دي چې له روسیې سره د دغه لست په اړه خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزیپ بوریل د سه شنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) اوکراین ته تر روانېدو مخکې د ناټو له مشر ینس سټولتنبرګ سره د مسکو سره د خبرو په اړه غږېدلی دی.

ناټو ویلي‌ دي چې د خبرو لپاره اماده ده او روسیه یې تورنه کړې وه چې د خبرو وړاندیز یې رد کړی دی.

روسیه له ناټو څخه یو عملي امنیتي ضمانت غواړي او دا غوښتنه هم لري چې خپل ځواکونه دې بېرته هغو سیمو ته په شا کړي چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په کې دېره وو.

روسیه همدغه راز وايي‌چې ناټو نباید اوکراین ته غړیتوب ورکړي. روسیې د اوکراین سره پر پوله کې شاوخوا ۱۰۰عسکر ځای په ځای کړي دي او وايي چې دا یې حق دی چې په خپله خاوره کې خپل عسکر په هر ځای کې مېشت کړي. مسکو په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو ننګه کوي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپل اوکرایني سیال ولادمیر زلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي ووکه روسیه په اوکراین یرغل وکړي، امریکا او متحدین به "قاطع" ځواب ورکړي.

ښاغلي بایډن تیره اونۍ خبرداری ورکړی و چې په هغه صورت کې به امریکا په روسیې باندې بندیزونه ولګوي او هم به د اروپا په ختیځ کې خپل حضور ډیر کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د دواړو مشرانو تر منځ د ټیلیفوني خبرو نه وروسته په یو خپرې شوې اعلامیې کې ویلي وو چې ښاغلي بایډن د اوکراین خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د متحده ایالاتو په تعهد بیا ټینګار وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش تېره اونۍ روسیه وهڅوله چې «یو اړخیزې» غوښتنې پرېږدي او د اوکراین په اړه له ناټو او لویدیځ قوتونو سره رغوونکی چلند خپل کړي.

XS
SM
MD
LG