د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د عسکرو له وتلو وروسته افغان ځواکونو سره په دریو برخو کې مرستې کوو


د ناټو سازمان وایي د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل د هوایي ډګر سره مالي مرستې کوي او د افغانستان ځانګړي ځواکونه به په یو بل هیواد کې روزي.

د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ په پاریس کې د فرانسې د جمهور رئیس ایمانیول مکرو سره د ملاقات نه وروسته وویل چې آینده کې به د ناټو ملاتړ درې برخې ولري. لومړی به د افغان امنیتي ادارو ملاتړ او ظرفیت لوړونه وي او بل به د افغان امنیتي ځواکونو سره مالي ملاتړ وي.

ښاغلي سټولټنبرګ همدارنګه وویل چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ناټو پلان لري چې د افغانستان نه بهر افغان امنیتي ځواکونه او په ځانګړي ډول د خاصو عملیاتو ځواکونو ته د افغانستان نه بهر نظامي روزنې برابرې کړي.

او درېیمه دا چې پلان لرو د کابل د هوایي ډګر د خدماتو او فعالیتونو د دوام لپاره مالي مرستې وکړو.

د ناټو عمومي منشي وویل چې پدې کارونو سره به د ناټو متحدین او نړیواله ټولنه پدې وتوانیږي چې د افغانستان د ولس او سولې د هلو ځلو سره همکاري روانه وساتي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو د متحدیو شاوخوا ۱۰ زره عسکر اوس مهال په افغانستان کې دیره دي چې وتل یې د همدې کال د مې د میاشتې په لومړۍ نیټې پیل شوي او د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د پلان له مخې به د همدې کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي.

شاوخوا ۲۰ کاله کیږي چې دا بهرني ځواکونه په افغانستان کې دي او د وتلو پریکړې یې د خلکو سره دا اندیښنې پیدا کړي چې ګواکې طالبان بیا واک تر لاسه کاندي.

د غربي هیوادونو دپلوماتان او نظامي چارواکي اوس پدې غور کوي چې د هغو ملکي کسانو لپاره چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې کيږي، څه ډول یې خوندیتوب تضمین کړي.

د دوي یوه اندیښنه د کابل د نړیوال هوایي ډګر خوندیتوب دی.

خو بلو پلو بیا یو شمیر امریکایي چارواکو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د امنیت د خرابیدو په هکله اندیښنې یو څه بابیزه بللي.

د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کانګریس په یوې استماعیه غونډې کې ویلي چې چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته "د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي، څو وکړای شو چې د ترهگرو د راتلونکو فعالیتونو په برخه کې د افغانستان د وضعیت په څارنه او پر ترهګرۍ د راتلونکېو بریدونو د قابلېت په اړه زیاته همکاري وکړي."

ها خوا بیا د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر فرانک مک‌کینزي هم منځني ختیځ ته د سفر پر مهال ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د څارنې او پر ضد یې د مبارزې د څرنګوالي په اړه یې خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزیر ته سپاري.

XS
SM
MD
LG