د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو ۷۵مه کلیزه؛ سټولټنبرګ: امریکا دې د اروپا ترڅنګ ودریږي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ اپریل ۴ (وري ۱۶) ددغه پوځي تړون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت له متحده ایالاتو وغوښتل چې د روسیې له لورې د زیاتېدونکې ګواښ سره د مخامخې اروپا ترڅنګ ودرېږي.

سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې جوړو شویو مراسمو کې وویل: "زه په یوازې امریکا باور نه لرم، همهاغسې چې زه په یوازې اروپا باور نه لرم. زه په ناټو کې د امریکا او اروپا په ملګرتیا باور لرم ځکه چې موږ یوځای پیاوړي او خوندي یو."

د شمالي اتلانتیک تړون په ۱۹۴۹ کې د پخواني شوري اتحاد خلاف د امریکا په مشرۍ رامنځته شو. په لومړي سر کې ددغه تړون په ۱۲ غړو هېوادونو کې بلجیم، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، ایسلنډ، ایټالیا، لوګزامبورګ، هالنډ، ناروې، پرتګال او بریتانیا شامل وو.

تېره میاشت د سویډن له غړیتوب سره د ناټو د غړیو شمېر ۳۳ ته ورسېد. فنلنډ تېر کال ددغه تړون غړیتوب ترلاسه کړ.

د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر اوکراین باندې د کرملین له یرغل وروسته، روسیه د ناټو دپاره د عمده ګواښ ته توګه بلل کیږي. د ناټو غړو د اوکراین څخه د ملاتړ ژمنه کړې او کیف ته یې وسلې لیږلي دي.

اوکراین هم د ناټو د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

خو له اوکراین سره دا مهال مرستې کمې شوي او لامل یې د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستې هغه کڅوړه ده چې په کانګرس کې په سیاسي بحثونو کې بنده پاتې ده. د وسلو د کمښت له کبله د اوکراین وسله والو ځواکونو په وروستیو اوونیو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په شاتګ تجربه کړی دی.

په خپلو زیربناوو باندې د روسیې د توغندیو د زیاتیدونکو بریدونو سره مقابلې دپاره، کیف له خپلو لویدیځ والو ملاتړو غوښتي چې د پیټریوټ دفاعي سیسټمونه ورکړي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا له خپلو ناټو سیالانو سره تر خبرو مخکې وویل: "د اوکراین د خلکو د ژوند ژغورل، د اوکراین د اقتصاد ژغورل، د اوکراین د ښارونو ژغورل په اوکراین کې د پټریوټ او نورو هوايي دفاعي سیسټمونو په شتون پورې اړه لري."

د اوکراین د ماتې احتمال د روسیې په ګاونډ کې پراته د ناټو غړيو هېوادونو ته دا اندېښنه پیدا کړې ده چې ښايي دوی د کرملین راتلونکی هدف وګرځي.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیس لینډبرګیس وویل: "له بده مرغه، کیدی شي چې د ناټو ترټولو لویې جګړې په راتلونکي کې پیښې شي... که دا جګړې راشي او موږ چمتو نه اوسو، دا به زموږ تر ټولو لویه تېروتنه وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG