د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: تر هغه چې روسیه خپلو موخو ته ونه رسیږي اوکراین کې سوله نشي راتلای


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) وویل چې په اوکراین کې به سوله هغه وخت راشي چې روسیه خپل اهداف ترلاسه کړي او د پوتین په وینا د روسیې دغه هدفونه "نه بدلیدونکي" دي.

په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل دوهمې کلیزې ته له دوو میاشتو څخه لږ وخت پاتې دی، پوتین یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د روسیې هدفونه د اوکراین "له نازیتوب نه خلاصون، بې وسلې کیدل او ناپیلتوب" دي.

روسیه ادعا کوي چې د اوکراین حکومت د سخت دریځو ملتپالو او نیو نازي ډلو تر نفوذ لاندې دی، خو اوکراین او د هغې لوېدیځ متحدین دا ادعاوې ردوي او دا پر اوکراین د روسیې د یرغل یوه بهانه بولي.

پوتین غواړي چې اوکراین د ناټو سره یوځای نه شي. ناټو په وار وار ویلي چې په دې اتحاد کې د شاملیدو پریکړه د روسیې پورې نه بلکې ددې سازمان د غړو هیوادونو پورې اړه لري.

پر اوکراین د روسیې یرغل د دې لامل شو چې سویډن او فنلنډ په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړي. فنلنډ د روان کال په اپریل میاشت کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ، خو سویډن لا هم د ترکیې او هنګري له خوا د خپلې غوښتنې وروستۍ تصویب ته انتظار باسي. د دې لپاره چې یو نوی غړی د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي، ددې سازمان ټول موجود غړي باید موافقه وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې مشر داسې کومه نښه نښانه نه ده ښودلې چې ګواکې سولې ته چمتو دی.

ستولتنبرګ زیاته کړه چې په اوکراین کې د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو یوازینۍ لار دا ده چې پوتین په دې قانع شي چې د جګړې په ډګر کې به بریالی نه شي او متحدین به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه وويل: "که پوتين په اوکراين کې بريالی شي، نو يو واقعي خطر شته چې د هغه تيري به ونه دريږي."

د ناټو عمومي منشي له اوکراین سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د "روښانه تعهد" او له اوکراین سره د مرستو په برخه کې د امریکا د حکومت د هڅو هرکلی وکړ.

بایډن د امریکا له کانګرس څخه غوښتي چې اوکراین ته د ۶۱ میلیاردو ډالرو مرستې بسته تصویب کړي، خو په کانګرس کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو وکیلانو له دې پلان سره مخالفت کړی او ټینګار کوي چې امریکا ته د کډوالۍ د کنټرول او د دغه هېواد د پولو د امنیت په برخه کې دې نور اقدامات وشي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي روانه اونۍ واشنګټن ته سفر وکړ تر څو د امریکا ولسمشر او د امریکا قانون جوړونکو ته په مستقیم ډول دا خبر ورکړي چې د امریکا مرستې د روسیې په وړاندې د مبارزې لپاره د اوکراین د هڅو ته ډیرې مهمې دي.

د اوکرایبن او روسیې ترمنځ د شخړې دوام

د اوکراین پوځ نن پنجشنبه ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) وویل چې تېره شپه د اوکراین پر خاوره د روسیې راکټي او ډرون بریدونو دوام درلود او په ورته وخت کې روسیې په مسکو کې پر هدفونو باندې د اوکراین د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې دوی د روسیې له ۴۲ بې پیلوټه الوتکو څخه ۴۱ یې د اوکراین په جنوبي اودیسا سیمه کې له منځه وړي دي.

د اودیسا والي، اولي کیپر په ټیلیګرام کې لیکلي چې دغو بریدونو څو ودانۍ ویجاړې کړي او ۱۱ کسان یې ټپیان کړي دي. کیپر وویل چې روسي ځواکونو د ایزمیل ښار په یو بندر هم برید وکړ او څو ګودامونه یې ویجاړ کړل.

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي دي چې د روسیې د الوتکو ضد دفاعي سیستم په شپه کې د مسکو او کالوګا ښار په فضا کې لږ تر لږه نهه اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې د مسکو په جنوب لوېدیځ کې د نارو فومینک ښار ته څېرمه دوه بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دغو بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نه لري.

د دې رپوټ په چمتو کولو کې د رویټرز اوفرانس پرس خبرونه کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG