د لاس رسي وړ اتصالات

د نوازشریف او لور خوشې کیدو ته بیلا بیل غبرگون ښودل شوی


د اسلام اباد عالي محکمې د پخواني وزیراعظم نوازشریف، د هغه د لور مریم نواز او زوم صفدر د خوشې کولو د امر نه وروسته یوې خوا ته د هغوي طرفداران خوشحالۍ لمانځي نو بلې خوا ته یې سیاسي مخالفین په دغه پریکړې نیوکې کوي

د اسلام ایاد عالي محکمې د سپټمبر په ١٩ امر وکړ چې د دغو دریو کسانو خلاف د لندن د شتمینو د غلا په پیسو د اخیستلو په اړه شواهد پوره ندي چې په بند کې وساتل شي.

د پاکستان د ډوان ورځپاڼه لیکي چې د پنجاب پخوانې وزیر اعلی شهباز شریف د نورو سیاسي پلویانو سره د چارشنبې په ورځ یعني د سپټمبر په ١٩ اډیاله بندیخانې ته لاړ او نوازشریف یې د ځان سره لاهور ته بوتللو.

شهباز شریف په خپل ټویټر ولیکل چې ریښتاو وگټله او دروغو وبایلله.

د شهباز شریف برسیره د مسلم لیگ نون گوند ځینې پلویان هم د خپلې خوښۍ د څرگندولو لپاره لارو کوڅو ته راوتلې و.

نوازشریف د ازادیدو نه وروسته په لاهور کې
نوازشریف د ازادیدو نه وروسته په لاهور کې

د پاکستان د جیو ټلویژن خبریال حامد میر دغه پریکړه د محکمو د ازادۍ بیلگه وبلله، هغه لیکلي

"دیته د محکمې ازادي وایي. د اسلام اباد عالي محکمې د نوازشریف، د هغه د لور او زوم د خوشې کولو امر کړی".

د نوازشریف ځینو سیاسي مخالفینو د سزا په ځنډیدو نیوکې کړیدي. د عمران خان د گوند ملاتړی او مشهور اداکار حمزه علي عباسي په خپل ټویټر ولیکل چې نوازشریف ازاد شوی نه دی، یواځې یې ضمانت شوېدی. هغه وویل چې نه پوهیږم خلک ولې خوشحالۍ کوي.

د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند مشر نواز سریف د پاکستان د جولایي د میاشتې د عمومي انتخاباتو نه مخکې د لسو کلونو د بند په سزا محکوم شوی و. د اسلام اباد د عالي محکمې دغه پریکړه چې د هغوي سزا دې وځنډول شي،د انتخاباتو د نتایجو په اړه هم پوښتنې راپارولي دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG