د لاس رسي وړ اتصالات

تحریک انصاف وایي په پنجاب کې هم حکومت جوړوي

د پاکستان د عمومي انتخاباتو د نتایجو د اعلان نه یوه هفته وروسته د عمران خان د تحریک انصاف او د نوازشریف د مسلم لیگ نون گوندونه ادعا کوي چې د پنجاب په صوبې کې یې اکثریت څوکۍ گټلي دي او حکومت به جوړوي.

د پاکستان د پنجاب صوبه چې د پاکستان د ترټولو لویه صوبه ده، د تیرې لسیزې نه پکې د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند حکومت کوي.

د تحریک انصاف گوند کوښښونه گړندي کړیدي چې په مرکز او پنجاب کې د حکومت جوړولو لپاره ازاد کاندیدان د ځان سره یو ځاې کړي. عمران خان دغه مسولیت د گوند یو شتمن غړي جهانگیر ترین ته سپارلی دی.

د تحربک انصاف یو مشر اعجاز چوهدري امریکاغږ ته وویل چې د هغوي گوند به نه یواځې په مرکز بلکه د پنجاب په صوبې کې هم حکومت جوړوي.

د جماعت اسلامي مشر سراج الق تور لگولی دی چې نوي حکومت د راتگ نه مخکې د کاندیدانو په پېسو اخیستلو پیل کړیدی. هغه د امریکاغږ اردو څانگې ته په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې د حکومت چوړولو لپاره د پخوا پشان د غلطو طریقو او لاروچارو نه کار اخیستل کیږي.

ښاغلي حق تور ولگاوه چې د انتخاباتو نه مخکې درغلي شروع شوي وه او د یوې خاص سیاسي گوند د کامیابۍ لپاره هر ډول کوښښونه شویدي.

د پاکستان مسلم لیگ نون گوند دا وخت په پنجاب کې ١٢٩ څوکۍ ترلاسه کړیدي او د ټولو مخکې ده. د تحریک انصاف گوند ١٢٣ څوکۍ ترلاسه کړي خو وایي چې ازاد کاندیدان ورسره یوځاې شویدي او ډیر ژر به یې اعلان وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG