د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان پاکستان به څنگه وي؟


Hudson institue
Hudson institue

د پاکستان انتخابات چې په دغه ملک کې دننه او د باندې پرې سخت انتقادونو شویدي، د ځینو کارپوهانو د نظره به په پاکستان کې هیڅ ډول بدلون رانه ولي، خو ځینې بیا وایي چې د عمران خان راتگ په دغه ملک کې د بدلون ستر چانس دی.

د واشنگټن د هډسن په څیړنیز مرکز کې د پاکستان د انتخاباتو نه د وروسته په وضعیت بحث وشو چې پکې امریکا ته د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني، د فلوریډا په پوهنتون کې پروفیسر محمد تقي او د جارج ټاون د پوهنتون پروفیسرې کرسټین فیئر برخه واخیسته.

حسن حقاني وویل چې د پاکستان ستونزی ډیرې ژوري دي او د مسلو د حل لپاره به د پاکستان اوسنۍ پالیسیو بدلیدو ته ضرورت وي، د کومو پالیسیو د لاسه چې پاکستان پدی حالت کې دی. هغه زیاته کړه چې " د دغو مسلو د حل لپاره مونږ ډیرو انتخاباتو او ښه سیاسي مشرانو ته ضرورت لرو"

د پروفیسر حقاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې د عمران خان پاکستان به څه ډول وي، ډاکټر محمد تقي وویل چې عمران خان د سیاست تجربه نه لري ځکه د پاکستان د مسلو حل به د هغه لپاره اسان کار نه وي.

تقي وویل چې په دغو انتخاباتو کې د عمران خان د بري لپاره په منظم ډول ټگي برگي شویده چې پکې د مطبوعاتو او د محکمو کنټرولولو برسیره د بانفوذه سیاستمدارانو د تحریک انصاف سره یو ځای کول شامل دي.

تقي زیاته کړه " د دې نه مخکې چې عمران خان د کامیابۍ اعلان وکړي, د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور په خپل ټویټر د بري اعلان د یو ټویټ سره وکړ."

خو ډاکټر تقي وویل چې د دی باوجود چې عمران خان د پاکستان پوځ په خپله خوښه راوستلی دی، په تاریخ کې داسې مثالونه موجود دي چې پوځ د خپلې خوښې د کسانو ضد شوي دي."

داکټر تقي په دغه لړ کې د محمد خان جونیجو مثال ورکړ چې څنگه ډیکتاتور ضیا الحق په خپله خوښه صدراعظم وټاکلو او بیا یې لیرې کړ.

د یادونې وړ ده چې نوازشریف هم د پاکستان د پوځ د مشر او دیکتاتور ضیا الحق په مشوره سیاست ته راغلی و خو په وروستیو کې د پوځ سره سخت اختلافات لري.

کرسټین فئیر وویل چې "د پاکستان پوځ ځکه عمران خان رامخکې کړ چې د هغوي سره بل هیڅ لاره نه وه. هغوي بل څوک نه لرلو."

هغی زیاته کړه چې د پاکستان ځوان نسل ځکه عمران خان خوښوي چې هغه به د پالیسۍ خبره کوله خو دغه کسانو ته به ژر دا معلومه شي چې عمران خان هم د ملک مهمې پالیسۍ نشي بدلولې.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG