د لاس رسي وړ اتصالات

یوې میرمنې د نازي جرمني په وخت کې خپل غلا شوی رسم ومونده


Camille Pissarro Art- Facebook
Camille Pissarro Art- Facebook

د امریکا یوې فیډرالې محکمې د دوشنبې په ورځ فیصله وکړه چې هغه ښځه چې د نازې جرمني په وخت کې تښتیدلې وه د هسپانې د میوزیم نه د خپل میراث چې یو مشهور رسم دی د ترلاسه کولو لپاره دعوی کولی شي.

دغه مشهور رسم چې پکې مشهور رسام کامیل پسارو په ١٨٩٧ کال کې د فرانسې یوه کوڅه رسم کړیده، داسې گمان کیږي چې دغه رسم اوس ٣٠ ملیونه ډالره ارزښت لري.

للي کیسیر دغه رسم په ١٩٣٩ کال کې د نازي جرمنۍ نه د وتلو لپاره هغوې ته د ویزې په بدل کې ورکړ. د دغه رسم په بدل کې هغې او د هغې میړه ته اجازه ورکړې شوه چې د نازي جرمني نه ووځي.

که دوې چیرته په جرمني کې پاتې شوی هم وی نو نازیانو به ترینه دغه رسم په زور اخیستې وه.

کیسیر او د هغې کورنۍ نه و خبر چې دغه رسم تر اوسه پورې موجود دی. هغوي په ١٩٩٩ کال کې په میوزیم کې دغه رسم ولیدله.

د سانفرانسسکو محکمې د دوشنبې په ورځ وویل چې میوزیم په دی ثابته کولو کې ناکامه شویدی چې نه و خبر دغه رسم نازي جرمنۍ غلا کړي وه.

محکمه وایي چې میرمن کیسیر کولی شي چې دغه رسم بیرته ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې د جرمنۍ حکومت کیسیر ته په کال ١٩٥٨ کې د رسم د غلا کیدو په بدل کې تاوان هم ورکړی و.

د میوزیم وکیل وویل چې هغوي د رسم اسناد لري او نه و خبر چې دغه نازیانو غلا کړی و.

XS
SM
MD
LG