د لاس رسي وړ اتصالات

د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني ونیول شو


د افغانستان د ملي امنيت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي(ارشیف)
د افغانستان د ملي امنيت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي(ارشیف)

د افغانستان د ملي امنيت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي امریکا غږ ته وویل چې د مولوي جلاالدين حقاني زوی انس حقاني او ددغې شبکې یو بل مهم قواندان حافظ رشید یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

خو دا اداره د خپلو عملیاتو د نیولو د ځای او نیټې په باب څه نه وایي.

ښاغلی صدیقي وایي " انس حقاني د حقاني شبکې یو هم غړی دی چې ددغې شبکې د لویو او ستراتیژیکو عملیاتو په پریکړو کې برخه لرله".

هغه وایي چې انس حقاني ددې برسیره چې په بهرنیو هیوادونو په ځانکړې ډول د خلیج شتمنو هیوادونو کې د اسلام پلوه شیخانو نه په افغانستان کې د دغې ډلې د عملیاتو د پرمخ وړلو لپاره پیسي راټولولي د خپلې ډلې د پیغامونو د رسولو لپاره د ټولنیزو شبکو هم د ګټې اخستلو په برخه کې ځانکړی مهارت درلود.

د افغانستان د ملي امنيت ریاست ویاند وایي چې د انس حقاني سره یې ددغې شبکې یو هم قوماندان حافظ رشید هم نیولی دی.

ښاغلی صدیقي وایي" کوم دوهم سړی مو چې د عملیاتو په ترڅ کې نیولی حافظ رشید نوم لري ، حافظ رشید د محمد عمر زوی د خوست ولایت د اسمعیل خیلو اصلي اوسیدونکی دی چې فعلآ د پاکستان د پنجاب د چکوال په سیمه کې ژوند کوي. دا د حقاني د شبکې یو ډیر ستر قوماندان دی چې اساسي وظیفه یې د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځ کې وه چې په کابل او خوست کې یې د ځانمرګو لپاره د اهدافو د ټاکلو او بریدونو لپاره د امکاناتو د برابرولومسولیت په غاړه لره".

د افغانستان د ملي امنيت ریاست وایي چې د حافظ رشید ورور محمد نبې عمر په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د سرحدونو د وزارت د مرستیال په توګه کار کاوه.

د افغانستان د ملي امنيت ریاست د حقاني د شبکې ددغو دوو قوماندانانو نیول دغه ریاست لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه ګڼي او وایي چې ددغو کسانو نیول کیدل به د حقاني د شبکې د کمزوري کیدلو سبب شي.

تر اوسه طالبانو د افغانستان د ملي امنيت ریاست دغې ادعا په باب څه نه دي ویلي

په اوس وخت کې د حقاني د شبکې مشري سراج الدین حقاني په غاړه لري.

XS
SM
MD
LG