د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت د داعش د وروستۍ ویډیو پلټنه کوي


په خپره شوې ویډيو کې د داعش وسله وال څو تنه په بمونو الوزي
په خپره شوې ویډيو کې د داعش وسله وال څو تنه په بمونو الوزي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش له خوا دهغې خپرې شوې ویډيو په هکله پلټنې کوي چې پکښې څو تنه بندیان په بمونو الوزل کیږي.

ویل کیږي دغه ویډيو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې اخیستل شوې ده خو تر اوسه جوته نده چې د داعش وسله وال ولي نیول شوي خلک وژني.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي امریکا غږ ته وویل چې د ویډيو اخیستلو، نیټې او نورو جزئیاتو د څرګندولو لپاره پلټنې روانې دي.

ښاغلي صدیقي وویل "مونږ د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د ډلې د جنګیالیو او د هغو طالبانو چې جامه یې بدله کړې او داعش ته اوړیدلي د ډیرو سختو پوځي شخړو شاهد وو، چې په هکله مو رسنۍ خبرې کړي دي ".

تر دې وړاندې د طالبانو او داعش جنګیالیو تر منځ په ځینو سیمو کې د وسله والو نښتو خبرونه ورکړل شوي وه.

د ملي امنیت ریاست ویاند وویل چې د داعش له خوا د دغې ویډیو خپرول تر ډیره حده تبلیغاتي بڼه لري او تر ډیره دا ډله غواړي چې د هغو ماتو وروسته چې دغې ډلې لیدلي خپلو پلویانو او مخالفانو ته دا ووايي چې داعش لا هم په افغانستان کې شته دی.

افغان امنیتي چارواکي وايي په هلمند، ننګرهار او ځينو نورو ولایتونو کې یې د داعش ډله سخته ځپلې ده او د ملاعبدالروف خادم او حافظ محمد سعید په څېر د دې ډلې ګڼ مشران یې وژلي دي.

ځانګړې اداره

عبدالحسیب صدیقي وایي د افغانستان ملي امنیت ریاست د داعش د کړنو د څارنې او ورسره د مقابلې لپاره د ملي امنیت ریاست په تشکیلاتو کې یوه ځانکړې اداره جوړه کړې ده.

صدیقي وایي همدا اداره څلورویشت ساعته د داعش کړنې څاري او په خلاف یې اقدامات ترسره کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې په اوس وخت کې داعش د افغانستان د څلور ولایتونو ننګرهار، کونړ، فراه او هلمند په یو شمیر سیمو کې فعال دي.

XS
SM
MD
LG