د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی: د سیمې استخبارات د جنرال رازق په ترور کې لاس لري


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژلو په اړه ددوی تحقیقات ښيي، چې دا د "څوو طالبانو کار نه دی، بلکې بهرني استخبارات" په دې قضیه کې لاس لري.

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ (لړم/عقرب ۱۲) د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رئیس وربللي وو، چې په کندهار او هلمند کې د جنرال رازق او عبدالجبار قهرمان د وژنو په تړاو د ترسره شویو تحقیقاتو په اړه وکیلانو ته معلومات ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي د ولسي جرګې غړو ته وویل، چې د جنرال رازق د وژنې قضیه په پنځو پړاونو کې څیړل کیږي او دا مهال د دې قضیې په تړاو ۲۲ تنه تر تحقیقاتو لاندې دي.

ښاغلي ستانکزي وویل، لومړني تحقیقات ښيي، چې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تارونو له لګولو سره د جنرال رازق مخالفت، د هغه له ترور سره مستقیمې اړیکې لري.

هغه وویل "د داسې پیچلې برنامې طرح کول د څوو ساده طالبانو کار نه دی، دا یوه داسې طرح ده، چې د سیمې استخبارات په کې لاس لري. هیڅ افغان به په هیواد کې نه وي، چې د دې ناوړه عمل په وړاندې چې د ډيورنډ پر کرښه اغزن تار ولګول شي، په هرځای کې د افغانستان خلکو د دې مخه نیولې او په هر ځای کې یې اقدام کړی دی".

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، د جنرال رازق د ترور د قضیې په څیړلو کې نړیواله ټولنه هم له افغان حکومت سره همکاري کوي او په دې برخه کې مثبت پرمختګونه شوي.

د هغه پر وینا، د پيښې اصلي عاملین پیژندل شوي او ژر به یې د نیولو لپاره اقدامات پیل شي.

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت رئیس په څرګند ډول د پاکستان نوم یاد نه کړ خو وې ویل، چې د کرښې هغې غاړه کې د یو شمیر کسانو د نیولو او افغان حکومت ته يې د سپارلو په اړه به له دغه هیواد څخه مشخصې غوښتنې وکړي " که په رښتیا دوی د تروریزم پر ضد دي او په رښتیا په خپله خبره کې صادق دي، چې دوی نه غواړي تروریستي اعمال دوام ولري نو هغه کسان چې تللي او اوس یې بیا هغې غاړه کې ځانونه پټ کړي دي، د دوی د نیولو او افغانستان ته یې د سپارلو په برخه کې مرسته وکړي".

جنرال رازق، چې د پاکستان او طالبانو ضد قومندان بلل کیده، د تلې/میزان په ۲۶مه د کندهار ولایت په ودانۍ کې د ننه په یو مرموز وسله‌وال برید کې ووژل شو.

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمداشرف غني د کندهار قومي مشرانو ته په خبرو کې ویلي وو، چې د جنرال رازق د وژلو دسیسه په پاکستان کې جوړه شوې او له دغه هیواد څخه یې وغوښتل، چې د هغه په وژولو کي ښکیل کسان ورته وسپاري.

خو پاکستان د افغان ولسمشر دغه ادعا بې‌ اساسه بللې او په یو بیان کې یې ویلي، چې افغانستان د دې پیښې په تړاو تر اوسه هیڅ موثق اسناد او یا استخباراتي اطلاعات پاکستان ته نه دي سپارلي.​

XS
SM
MD
LG