د لاس رسي وړ اتصالات

غني له پاکستان نه د جنرال رازق د وژلو توطیه ګر غواړي


ولسمشر غني کندهار ته تللی و چې د وژل شوي امنیه قومندان رازق له کورنۍ سره غمشریکي وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د جنرال رازق د وژلو "توطیه" په پاکستان کې جوړه شوې وه.

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) کندهار ته تللی و چې د وژل شوي امنیه قومندان عبدالرازق له کورنۍ او کندهاریانو سره غمشریکي وکړي.

ښاغلي غني د کندهار سپینږیرو ته په خبرو کې له پاکستان نه وغوښتل چې د جنرال رازق په وژولو کي ښکېل کسان ورسپاري.

هغه وویل "پاکستان ته وایم، توطیه په پاکستان کې شوې، مجرمین راکړئ چې موږ یې محاکمه کړو. هر رنګ بین الملي هیات چې منئ، راشئ چې څېړنه وکړو چې موږ په حقه یو که نور."

ښاغلي غني د " توطيې" او توطیه ګرو په اړه ډېر سپیناوی ورنکړ او نه یې هم وویل چې دا برید په پاکستان کې چېرته او څنګه پلان شوی و. طالبانو د برید مسولیت منلی دی او کابل اسلام اباد د طالبانو کلک ملاتړی ګڼي.

د ښاغلي غني تر څرګندونو مخکې د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي هم یادونه کړې وه چې د جنرال رازق د وژلو پلان له پولې اغاړې جوړ شوی و.

د خپلواکۍ "اتل شهید لقب"

ولسمشر غني د کندهار سپینږیرو ته ژمنه وکړه چې په کابل او د جنرال رازق په پلرني ټاټوبي کندهار کې یو شمېر سړکونه د هغه په نوم نومول کیږي. هغه وویل "د کندهار تعلیمي مرکز به د شهید رازق د مرکز په نوم شي او هغه ته به د خپلواکۍ د اتل شهید لقب ورکړل شي."

جنرال رازق څو ورځې مخکې د کندهار ولایت په ودانۍ کې د ننه په یو برید کې ووژل شو. ولسمشر غني وویل چې را روانه دوشنبه به په ارګ کې دننه د ښاغلي رازق رسمي فاتحه هم اخیستل کیږي.

جنرال رازق د پاکستان او طالبانو ضد یو پیاوړی قومندان بلل کېده، اوس یې ورور تادین خان د هغه پر ځای د کندهار د امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

د هغه له وژلو وروسته په کندهار کې پارلماني انتخابات د یوې اونۍ لپاره وځنډول شوې، ولسمشر غني پر کندهاریانو غږ وکړ چې په ټاکنو کې برخه واخلئ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG