د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډو د سخت دریځو بریدونه زیات شوي


د سوریې په ختیځ کې د امریکایي پوځیانو کاروان
د سوریې په ختیځ کې د امریکایي پوځیانو کاروان

پنتاګون وایي د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) د سوریې په ختیځ فرات سیمه کې د متحده ایالاتو د ماموریت په نیم کیلومترۍ کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو اورپکو له خوا د توغندیو څو بریدونه شوي دي.

متحده ایالات وايي ددغو بریدونو د مخنیوي لپاره یې د یکشنبې په ورځ په سوریې کې د ایران او د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسله والو ډلو دوه تاسیسات په نښه کړي دي.

د متحده ایلاتو د دفاع وزارت مقاماتو امریکا غږ ته ویلي چې ایران پلوه وسله والو په عراق او سوریه کې په څه کم یوه میاشت کې لږ ترلږه ۵۶ ځله په امریکايي عسکرو بریدونه کړي دي چې ددې جملې څخه اته بریدونو یې په سوریه کې د امریکایي ځواکونو د یکشنبې له برید وروسته شوي دي.

دا چې ددغو بریدونو د مخنیوي لپاره د امریکایي ځواکونو عملیات کار موثر دي او که نه، د پنټاګون د مطبوعاتو مرستیالې سبرینا سنګ وویل، موږ داسې احساس کوو، چې "دا جګړه په پراخه سیمه ییزه جګړې نه ده اوښتې. زمونږ بریدونه چې یادونه یې کوو، ایران او د هغوی پورې تړلو ډلو ته په کلکه پیغام ورکول دي چې دا کار بند کړي. دا د دغو بریدونو موخه ده."

میرمن سینګ تائید کړه چې په ایران پورې تړلې ډلې په امریکايي سرتیرو بریدونو ته دوام ورکوي، خو ویې ویل چې د متحده ایالاتو ستراتیژي کار کوي.

هغې وويل: "زه فکر کوم چې موږ په دې اړه ډېر په سنجش کار کوو چې څنګه او کله د دې ډلو پر ضد خپل بريدونه ترسره کړو." او زیاته یې کړه، "او زه فکر کوم چې ایران یقینا دا پیغام ګوري."

د دواړو ګوندونو د سناتورانو یوې ډلې د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات خوشحاله دی چې په بریدونو کې هیڅ امریکایی نه دی وژل شوی. دغو سناتورانو د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو یا IRGC پر وړاندې د قوي غبرګون غوښتنه وکړه.

سناتور لینډسي ګراهام وویل: "که چیرې ایران په سوریه او عراق کې زموږ د سرتیرو ګواښلو ته دوام ورکړي، زما په نظر له پوځي پلوه به سم ځواب دا وي چې د ایران دننه د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د روزنې اډې او زیربناوې په نښه شي."

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو پخوانی قوماندان متقاعد جنرال فرانک مکینزي، امریکا غږ ته وویل، هغه پیغام چې امریکا په سیمه کې د خپلو ځواکونو د کمولو له لارې استولی، د ایران د زړورتیا لامل شوی دی.

هغه وویل، "د دوی اصلي هدف له سیمې څخه د متحده ایالاتو وتل دي. او همدا لامل دی چې دا بریدونه مخ په زیاتیدو دي."

دوو دفاعي چارواکو امریکا غږ ته تائید کړې چې تېره میاشت د اربیل په هوايي اډه کې د امریکايي ځواکونو د اوسېدنې له ودانۍ سره یوه بې پیلوټه الوتکه لګیدلې وه، خو کومه چاودنه یې نده رامنځته کړې. خو یو منصبدار وویل که بې پیلوټه الوتکه چاودیدلی وای، ښایي څو سرتیري به ژوبل یا وژل شوي وای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG